د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د امنيتي تکنالوژۍ ښه تجارت
۱۳۸۹ آذر ۱۵, دوشنبههغه سرحد چي سعودي عربستان دهمسايه هيوادونو څخه جلا کوي ،۹۰۰۰ کيلومتره اوږد دی . دغه شاهي سلطنت غواړي چي دغه ۹۰۰۰ کيلومتره سرحد په رادار سيسټم ،نظارتي کمرو او نورو امنيتي تکنالوژيو باندي مجهز کي .
يو ګټور فرمايش چي ۲ ميليارډه يورو ارزښت لري . پروسږکال د يوې اقتصادي -تجارتي اتحاديې چي په سرکي يې د کازيديان په نامه يوه جرمنۍکمپنۍ ولاړه ده ، دهغه مصرف پر غاړه اخيستی ؤ . دغه کمپنۍ د وسلو جوړولوپه اروپايي شرکت EADS پوري اړه لري، چي مرکزيې مونشن ته نژدې په اونترشلايس هايم کي دی .
ددغه شرکت د ستراتيژۍ جوړونکی هولګر مې په نظر دا يو راز دی چي داسي يو فرمان سړی بې له کوم سياسي ملاتړ څخه په لاس نه سي راوستلای .
دی وايي،
«د امنيت ساتلو مارکېټ يو کاملاً آزاد مارکېټ نه دی . دهغه سره په هر ځاي کي آزاده سيالي نه کيږي. ډېر سياسي خريداران سته چي سياسي هدفونه رامخته کوي، او د شرکت د ليسنس او جوړولوحقوق نه مراعتوي . په همدې ځای کي هم دا مهمه ده چي سياسي ملاتړ موجود وي او اکثراً موږ ته اول د هغه شرايط وايي چي دهغه پر اساس بيا موږ يو څه ارزانه تجارت کولای سو»
ترهګري،سخت او سازمان ورکول سوي جنايتونه ، بحري غله ،طبيعي آفتونه ، ددغو ټولو شيانوسره د مبارزې دپاره ، هيڅکله د امنيتي وسايلو اقتصاد بازار دومره تود نه ؤ لکه اوس .
ستلايټ، بې پيلوټه الوتکي د ودانيو د پاره امنيتي سيستمونه ،دلارو ساتنه ،دخبرو اترو پټ اورېدل . د اټکلونو له مخي ددغو ټولوشيانو ګټه په بين امللي سطحه ۱۰۰ ميليارده يورو ته رسيږي چي دا په کال کي پنځه فيصده وده ښيي . يوازي په جرمني کي به تر ۲۰۱۵ کاله پوري دکاله د هغه ګټه ۳۱ ميليارده يورو ته ورسيږي.
دجرمني د اقتصاد وزير راينر برودرله وايي چي د دغه دپاره بايد په بين المللي مارکېټو کي مناسب شرايط رامنځته سي :
«د امنيت ساتلو دتکنالوژۍ مارکېټونه د اوږده وخت دپاره د ودي ډېري ښې وعدې ورکوي . خو زموږ دپاره به دا بهتره وای چي خطر کم سوی وای او امنيت ښه سوی وای . ليکن تر هغه وخته پوري موږ مجبوره يو چي د ځان د ساتلو او خپلي علاقه منديو په خاطر مارکېټونوته پام وکو . موږپه ګرده جهان کي د سيکريتي« مېډ ن جرمني » علامې په کومک خپل صادرات پر مخ بيايو.»
په نژدې راتلونکي کي د دولتي سکرټرانو په ملګرتيا دوه سفرونه هندوستان او متحده عربي اماراتو ته په پلان کي دي . برازيل ، چين او جاپان ته بيا شرکتونه غواړي خپلي معاملې د اقتصاد د وزير په ملتيا سره پيل کړي.
برودرله بيا وايي:
« د نوو فرمايشاتو د پاره زموږ قابليت په سپورتي او کلتوري برخو کي هم ډېر دی . زما مقصد د مثال په ډول په برازيل کي د فټبال د اتلولۍ او د دوبني اولمپيک مسابقې دي . برازيل ته زما دسفر اصلي موضوع هم همدا وه . زموږ د امکاناتو د پاره علاقمندي ډېره زياته ده.»
په هوايي ميدانونو او سرحدونو کي د امنيت په ساتلو کي جرمني شرکتونه ډېر مخکي دي . د پاسپوټونو او تذکرو د توليد د دستګاوو ۷۰ په سلو کي د جرمني څخه راځي.
پدې ډول نو نه يوازي په نظامي بلکي په ملکي امنيتي برخه کي هم ډير توليدات صادريږي .
د جرمني د اقتصاد په وزارت کي د خارجي اقتصاد د څانګي مسوول کارل اِرنست برونر دی . دی وايي:
«کله چي موږ په خارج کي د امنيت د ساتلو او يا د پوليسو په روزنه کي برخه اخلو ،نو دا پوښتنه تل رامنځته کيږي چي د هغوی څخه څشي جوړيږي . آيا ددوی څخه به داسي پوليس جوړ سي چي غلاوي کوي او انساني حقوق به تر پښو لاندي کوي؟»
زابينه / پوپل
کتونکی : محمد قاسم نوري