د بېسلان تراژدي
۱۳۸۶ بهمن ۸, دوشنبهد دغه ناکامه بريد له کبله 333 تنه اختطاف شوي ووژل شول - د هغوي نيمايي برخه ماشومان. څرنگه، چې د روسيې حکومت له کلونو، کلونوراهيسې د دغه بريد واقعي جزئيات پټوي او د وژل شويووگړوخپلوانوته رښتيا نه وايي، نو د وژل شويوماشومانو د مېندواوپلرونوټولنې، چې » د بسلان غږ« نوميږي، د روسيې جمهوررئيس ولاديمير » پوتين « ته يوسرخلاصی ليک ليږلی اوپه هغه کې يې د پېښې په هکله د حقيقي معلوماتوغوښتنه کړې ده.
پرجمهوررئيس باندې نيوکي تروريستي عمل دی؟
د بسلان غږټولنې په خپل سرخلاصي ليک کې پرجمهوررئيس ولاديمير » پوتين « باندې نيوکي کړي اوتور يې ورباندې لگولی، چې » د جنايتکارانو ضامن دی. « د » پوتين « د جمهوري رياست په دوروکې هيڅ يو تروريستي يرغل ندی روښانه شوی. د دغې څرگندونې له کبله، د اينگوش د جمهوريت څارنوالۍ د ولاديمير » پوتين« په هکله د تروريستي څرگندونوله کبله د بسلان غږپرټولنې باندې دعوی کړې ده. د نوموړې ټولنې يوه غړې وايي:» داښيي، چې د دولت پرمشرباندې د نيوکواجازه نشته. صرف د کاغذ پرمخ ليکل شويدي، چې مونږ د يوه ډيموکراتيک دولت د اتباع په توگه په قانون کې مساوي حقوق لرو. اوس زمونږ ټولنه افراطي گڼل کيږي، ځکه چې مونږ جمهوررئيس مسؤل گڼو. خو د هغه گناه پوره روښانه ده. هيڅوک دا خبره نشي ردولای، چې هغه د بېسلان د تراژدۍ مسؤليت په غاړه لري. «