د بوش نوې ستراتيژي په عراق کې
۱۳۸۵ دی ۲۱, پنجشنبهاعلان
نو له دې سببه بوش اعلان وکړ:
»امريکا به خپلې ستراتيژۍ ته تغيير ورکوي تر څو يې له عراق سره د نژادي مخالفتونو او زور زياتي د حل په لاره کې مرسته کړې وي. په دې ډول سره به په عراق کې اوسېدونکو انسانانو ته امنيت راوستل شي. دا کار يوازې او يوازې د ځواکونو د پياوړتيا د لارې کېدونکی دی. »
دا علت دی چې په عراق کې به شل زره نور عسکر ځای په ځای کېږي، زياته برخه هم په پلازمېنه بغداد کې. نوي عسکر به د پخوا نه بر خلاف د پلازمېنې په هغو مهمو او ستراتيژي سيمو باندې اچول کېږي چې کومې چې له ترهگرو او ياغيانو څخه پاکې شوې دي. اجازه به ورنه کړل شي چې دغه ډلې هغه سيمې بېرته لاندې کړي. د عراق حکومت بايد هم په خپل وار سره تر آخره وسه کوښښ وکوي چې د پلازمېنې اداره بېرته لاس ته وروړي.