1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهرني عسکرو پر ضد بريدونو ملکي وژني هم زياتي کړي دي

۱۳۸۹ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

په ډسامبر کي بارک اوباما اعلان کړی ؤ چي و افغانستان ته به دېرش زره نور امريکايي عسکرو ولېږدوي. نوموړي هغه وخت لا ويلي وه چي ښايي د عسکرو د زياتولو سره په معادي توگه جگړه هم تونده سي.

https://p.dw.com/p/Oaa9
د افغانستان په جگړه کي وژل کېدونکي زياتره کسان ولسي خلک دي
د افغانستان په جگړه کي وژل کېدونکي زياتره کسان ولسي خلک ديانځور: AP

د افغانستان په جگړه کي په تيرو مياشتو کي توندوالی راغلی دی. که له يوې خوا وسله والو طالبانو په خپلو بريدونو کي زياتوالی راوستلی دی نو له بلې خوا بهرني عسکر هم هڅه کوي چي طالبان پر شا وتمبوي. د يوې نوې څېړنې له مخي د جگړې په اوسنۍ توندوالي کي د ولسي خلکو د وژنو شمېر هم جگ سوی دی.

د سه شنبې په ورځ د هغې څېړني د پايلو خپرېده متوقع دي چي وايي د ناټو په بريدونو کي د بېگناه ولسي خلکو د وژنو شمېر جگ سوی دی. دغه څېړنه د National Bureau of Economic Research نوموي ټولنې لخوا تر سره سوې ده. په څېړنه کي د ناټو د هغو محرمو اسنادو څخه هم گټه اخيستل سوېده چي ناټو د کتنې لپاره آزاد کړي دي. د څېړنه د پايلو راپور زياتوي چي گڼ شمېر ولسي خلک د طالبانو د بريدونو هم قرباني کيږي او دا چي په مجموع کي به جگړه کي د وژل کېدونکو ولسي خلکو په شمېر کي زياتوالی راغلی دی.

په روان مېلادي کال کي په افغانستان کي 414 بهرني عسکرو وژل سوي دي چي پکښي 269 يې امريکايان دي. د روان مېلادي کال د جولای مياشت په افغانستان کي د امريکايانو لپاره د جگړې د پېل راهيسي تر ټولو خونړۍ مياشته وه. کله چي په امريکا کي باراک اوبام ولس مشر سو نو و افغانستان ته د لا زياتو امريکايي عسکرو لېږد د افغانستان په هکله د امريکا د ستراتيژۍ يوه برخه وگرځېدله.

په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د زياتېدو سره هغه وړاند وينې هم رشتيا سوې چي په جگړه کي د توندوالي د راتلو په هکله سوي وې. په افغانستان کي د امريکايي پوځ پخواني قومندان جنرال سټېنلي ميکرسټل هم د روان مېلادي کال په پيل کي ويلي وه چي په افغانستان کي به د 2010م مېلادي کال دوبی د جگړې له لحاظه ډېر گرم دوبی وي.

د National Bureau of Economic Research څېړنه په خپل راپور کي زياتوي چي په افغانستان کي د ولسي خلکو د وژنو زياتېدو افغانان ډېر په غوصه کړيدي. د راپور په وينا طالبان د ولسي خلکو د وژنې د موضوع په مرسته هڅه کوي چي د جگړې لپاره نوي ځوانان جلب کړي. د يادولو وړ ده چي د شنبې په ورځ په کابل کي په سلگونو په غوصه انسانانو اجتجاج وکړی او د امريکايي او بهرنيوعسکرو پر ضد يې نعرې ووهلې. دوی تور لگوی چي ناټو د هلمند په سنگين ولسوالۍ کي په بمبارۍ کي 52 ولسي کسان وژلي دي. ناټو وايي چي په سنگين کي د ولسي خلکو د وژنې په هکله معلومات نه لري او دا چي قضيه به وڅېړي.

ليکونکی: آژانسونه/احمدولي اڅکزی

کتونکی: عبدالباري حکيم