د بنگلادېش منځمهاله حکومت د اختلاس په وړاندې مبارزې ته ملا تړلې ده
۱۳۸۵ بهمن ۳, سهشنبهد منځمهاله حکومت د سلاکار پلاوي لومړۍ ناسته د دوشنبې په ورځ تر سره شوه چې په کې يوه کميټه وټاکل شوه تر څو د رشوت پر ضد کميسيون بيا خپل فعاليت پيل کړي. د دغې غونډې څخه وروسته د منځمهاله حکومت د مطبوعاتي چارو رئيس سيد فهيم منعيم په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل:
»دغه نوې کميټه به د اختلاس پر ضد د کميسيون څارنه کوي. نوموړې کميټه به هڅه کوي تر څو حقوقي او اداري تېروتنې رابرسېره کړي او زيار به باسي چې د بډو اخېستنې په برخه کې قضايي کيسونه پسې گړندي شي.«
د شفافيت د نړيوالې اتحاديې Transparency International د بنگلادېش د څانگې يو رئيس مظفر احمد د آلمان غږ سره په مرکه کې دغه هڅې وستايلې. هغه په دې عقيده دی چې هيڅ کوم سياسي رژيم ښايي داسې جدي گامونه نه وای پورته کړي.
ښاغلی احمد همداراز له منځمهاله ادارې څخه آزادې او شفافې ټولټاکنې غواړي کنه نو د يوې اساسي شخړې مخه نه شي نيول کېدای. د منځمهاله حکومت مشر فخرالدين احمد خپل ملت ته په لومړي خطاب کې داسې وويل:
»زه غواړم تاسو پوه کړم چې موږ د پراخو او شفافو انتخاباتو د تر سره کولو نيت لرو، هر څومره ژر چې وي او بيا دغه ټاکل شوي حکومت ته واک تسليموو.«
فخر الدين احمد دا خبره هم وکړه چې منځمهاله حکومت به دغه ټاکنې له رشوت او تورو پيسو څخه صاف وساتي.