د بلخ اوسیدونکي د زوراکو له خوا د مځکو د غصب څخه سرټکوي
۱۳۸۹ اسفند ۲۲, یکشنبهد ځمکو غصبول ، هغه ستونزه ده چي د بلخ ولايت د يوشمير سيمو د خلکو ږغ يې پورته کړی. ددغه ولايت د مارمل لسوالۍ يوشمير اوسيدونکي وايي، ددوی په لس ګونو جريبه کرهنيزي ځمکي د زورواکانو لخوا ولکه سوي او دوی يې د بيرته خپلولو توان نه لري.
د همدې ولسوالۍ يو اوسيدونکی چي خپل نوم محمد ظارښي ، د مارمل د لسوالۍ د معترضانو په استازيتوب د بلخ ولايت د شکايت اوريدلو ادارې ته ورغلي تر څو دغه اداره ددوی له حقونو څخه دفاع وکړي.
« زموږ د کلي ۱۷۴۴ نيم جريبه کرهنيزه ځمکه د جعلي قبالو په جوړ ولوسره د زورواکانو لخوا غصب سوي اوزه د معترضينو په استازيتوب دلته راغلی يم چي عرض داد وکړم. هيله منديم چي زموږ ږغ واوريدل سي.»
د همدې ولسوالي بل اوسيدونکی ګل مراد هم له دولت څځه غواړي تر څو هغه کسان چي ددوی ځمکي يي په زورسره خپلي کړي عدالت ته راکاږي: « له دولت څخه زما تقاضاداده هغه جعلي قبالې چي زورواکونو جوړي کړي هغه وڅيړي، ددغو کسانو عمل ثبوت او د قانون منګلوته يي وسپاري.»
د بلخ د شکايت اوريدلو د ادارې مشر سردار محمد کاکړ وايي چي د مارمل ولسوالۍ د خلکو د ځمکو دغصب ولو مثله يې څلور مياشتي مخکي د هيواد لويي څارندوالۍ سره شريکه کړې او ددوی د هدايت په تمه دي.
« هغه ۱۷۴۰ جريبه شخصي ځمکه چي د مزارشريف هوايي ډګر خټيځ وخوا ددو تنو زورواکانو لخوا د جعلي قبالو په جوړ ولو سره غصب شوې داسي بريښي چي د نهرشاهي ولسوالۍ دولتي مامورين پکښي لاس ولري خو دلا د قيقو څيړنو لپاره يې وخت ته اړتيا سته او موږ د لويي څارنوالۍ د هدايت په تمه يو.»
شخصي اودولتي ځمکي نه يوازي دا چي په بلخ ولايت کي غصب سوي، بلکي د شمال په نورو ولايتنوکي هم دغه ستونزي شتون لري، چي د چارواکو په وينا د يوشمير بيارغاونو پروژو په وړاندي يي هم خنډ پيښ کړی.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل