د بريتانيې د ښاروالۍ په ټاکنو کي د کیمرون گوند ماتې خوړلې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبهاعلان
په بريتانيه کي د ښاروالۍ په ټاکنو کي د لومړي وزير ډېويډ کېمرون گوند د سختي ماتي سره مخامخ سوی دئ. د سکاټلېنډ، انگلستان او وېلز د ۱۸۱ ولسواليو د ښاروالۍ په ټاکنو کي د کېمرون محافظه پال گوند په سلگونو چوکۍ بايللي دي. پدغو ټاکنو کي څرگنده بريا د کارگر گوند په برخه سوې ده. د لومړيو احصاييو له مخي د کېمرون د ټوريز گوند ۳۱ سلنه او د کارگر گوند ۳۸ سلنه رايي گټلي دي.