د بادغيس د پيښي جزيات اوس څرګند سول
۱۳۸۹ شهریور ۳, چهارشنبهد بادغيس په پيښه کي ناټو د خپلو دووتنو عسکرو پر وژنه سربيره د يوه افغان پوليس اوبل ملکي تن وژنه ومنل.
پيښه که څه هم تر غرمې وروسته د ولسي خلکو او دولتي عسکرو په اخو ډب واوښتله او ۱۸ تنه ملکيان پکښي ټپان سوي چي د دوو تنو روغتيايي حالت نازک دی.
په بادغيس کي د وروستي تاوتريخوالي په وجه په افغانستان کي د ناټومرکزي دفترد يوې اعلامې په خپرولوسره ويلي دي چي د يوه افغان پوليس په ډزو د ناټو دوه عسکرمړه سوي.
اعلاميه وايي چي وژل سوي اسپانوي عسکر په باد غيس کي د اسپانيې هيواد د ولايتي بيا رغوني په ډله کي يې دنده تر سره کوله.
پيښه د چارشنبې په ورځ د بادغيس په مرکز قلعه نو کي رامنځه سوه، چي د غرمې وروسته د ښارامنيتي وضعيت بيرته ښه سوی دی.
د بادغيس د والي دلبرجان ارمان په خبره پيښه سهارد يوه افغان پوليس د ډزوله کبله رامنځته سوه، چي په قلعه نو کي د ميشتو اسپانوي ځواکونو له خوا ترروزني لاندي و.
سيمه ايزخلکو د لسګونو لاريون کونکو د مرګ ژوبلي خبري کوي. خو د بادغيس دعامي روغتيارئيس ډاکټرصادق سبا روغتون ته د ۱۸ټپيانو دورتګ خبرتائيدکړ.
«د لاريونکونکو ۱۸تنه ټپيان روغتون ته راغلي چي د ۲ تنو روغتيايي حالت نازک دی نور۱۶تنه نسبتاً ښه تردرملني لاندي دي»
د بادغيس پيښه چي د پيچلتيا له کبله يي لاخبري رسنيوته ټول جزيات ندي څرګند د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي يي مسوليت په غاړه اخستی.
هغه په یوه ټليفوني تماس کي يي دويچه ويلي المان ږغ راډيو ته د ناڅرګند ځايه وويل چي د غلام سخي په نوم يوه افغان پوليس د دوی له خوا په دنده ګمارل سوی وه ۴بهرني او ۸ کورني پوليس يي ووژل.
دولتي چارواکو دا منلې ده چي په پي ارټي کي بريدکونکی غلام سخي نوميده ولي ويلي يې دي چي نورجزيات ترتحقيق دمخه نه ورکو.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل