د ایران د اتومی پروګرام د شخړې د حل له پاره نوې هڅي پیلیږي
۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبهاعلان
د ایران د اتومی پروګرام په اړه د امنیت د شورا پنځه مهم هیوادونه او آلمان غواړي یو وار بیا د تهران د حکومتي مشرانو سره په ګډه په مسکو کې یوه غونډه وکړي. دغه استازي غواړي د ایران د کړکېچ د پاره د حل یوه سوله ییزه لاره پیدا کړي. روسیه غواړي ایران دې ته مجبوره کړي چې د یوارنیمو د غنی کولو پروگرام ته په بهر کې ادامه ورکړي. د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد، هم تر غونډې د مخه په دې اړه خبرو اترو ته تیاری ښودلی دئ. خو بیا هم دی نه غواړي د اتومي ادارې نړیوال څارونکی د ایران له اتومي تأسیساتو وویني.