د ایران جنگي الوتکو پر یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې ډزې کړي دي
۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعهاعلان
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دوه ایراني جنگي الوتکو په نړیوال فضایي حدودو کې د دودی پر بې پیلوټه الوتکې ډزي کړي دي. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت پینتاگون ویاند جارج لټل، ویلي دي پرته له دې چې د جنگي الوتکو پیلوټانو کوم خبرداری ورکړی وي، پر دغه بې پیلوټه الوتکې ډزې کړي دي، خو دغه الوتکه نه ده لگیدلې.
دغه پیښه د نومبر د میاشتې پر لومړۍ نیټه رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې ده چې دغه بې پیلوټه الوتکه د خپل ورځني څار پر پرواز بوخته وه او د ایران له سرحد څخه ۳۰ کیلومتره وړاندې وه. دغه ویاند زیاته کړې ده چې متحده ایالات به د نړیوالو اوبو په سر خپل د څار پروازونو ته ادامه ورکړي.