1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي وسلو د لږولو د نوي تړون په هلکه د نړيوالو هيلي

۱۳۸۸ تیر ۱۵, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالتونو او روسيې تر منځ د اټومي وسلو په هکله تړون چي Strategic Arms Reduction Treaty او يا په لنډه توګه START نوميږي او د 1991م کي لاسليک سوی و د روان مېلادي کال په ورستيو مياشتو کي پای ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/Ii3s
په 1991 ميلادي کال کي د شوروي اتحاد او امريکا د متحده ايلاتو د جمهورريسانو ميخايل سرګيويچ ګرباچوف او جورج بوش تر منځ د سټارټ په نامي د اټومي وسلو د لږولو تړون ليک لاسليک سو
په 1991 ميلادي کال کي د شوروي اتحاد او امريکا د متحده ايلاتو د جمهورريسانو ميخايل سرګيويچ ګرباچوف او جورج بوش تر منځ د سټارټ په نامي د اټومي وسلو د لږولو تړون ليک لاسليک سوانځور: picture-alliance / dpa

نوموړي تړون ته په پښتو د ستراتيژيکو وسلو د کمولو تړون ويلاي سو. د تړون له مخي د دواړو هيوادونو لپاره د اټومي خوليو د شمېر پوله 6000 او د هغو توغنديو د سيسټمونو د شمېر پوله 1600 ټاکل سوې چي اټومي خولۍ وړلای سي. د سټارټ ټړون تر څنګ په 2002 م مېلادي کال دواړو هيوادونو د اټومي وسلو اړوند يو بل تړون لاسليک کړی چي د ماسکو د تړون په نوم ياديږي.

ددغه تړون له مخي بايد د دواړو هيوادونو د اټومي خوليو شمېر تر 1700 څخه زيات نه وي. خو ددغه تړون د تاييدولو او تطبيقولو لپاره د START تړون بنسټ ګرځول سوی دی. دواړه اړخونه ددغه تړون تطبيقدنه نه عملي کېدونکې ګڼي. د ماسکو په تړون کي د داسي توغنديو د جوړونې په هکله هم څه ندي ويل سوي چي په يو ځل تر يوې نه زياتي اټومي خولۍ وړلای سي. نو همدا وجه ده چي د اټومي وسلو د کمولو په موضوع کي د پرمختګ لپاره د STARTتړون تمديدونه او يا په بدله سوې بڼه بيا لاسليک کېدنه اړين کار دی.

د يوې امريکايي مجلې Bulletin of the Atomic Scientists په وينا اوس د امريکا د متحده ايالتونو د اټومي خوليو شمېر د ماسکو د تړون لخوا ټاکل سوي پولي ته راټيټ سوی دی. د امريکايي اټومي خوليو نيمه برخه په امريکايي تحت البحريانويا اوبتلو کي ځای پر ځای دي، يوه څلورمه برخه يې په اوږ واټن ويشتونکو مځکني د توغنديو په سيسټمونو کي او بله څلورمه برخه يې په اوږ واټن جنګي الوتکو کي ځای پر ځای دي.

د امريکا د اټومي ساينسپوهانو په وينا امریکا د يادو سوو 2200 اټومي خوليو پرته دونيم زره اضافي اټومي خولۍ او پنځه سوه غېر ستراتيژيک اټوم بمونه هم لري. د دغو اټومي خوليو څخه زياتره په اروپا کي په امريکايي پوځي قرارګاهو کي ځای پر ځای دي. پدې توګه د امريکا اټومي خوليو شمېر 5200 ته رسیږي. پدغو کي څلور زره داسي دي چي د ليري کېدنې لپاره ټاکل سوي دي.

د روسيي اټومي خوليو شمېر 2800 ته رسيږي چي نيمايي يې پر اوږد واټن ويشتونکو باليسټيکي توغنديو سپرې دي او نيمايي يې په اوبتلو او اوږد واټن جنګي الوتکو کي ځای پر ځای دي. ددې تر څنګ روسيه تقريبا 2000 غېر ستراتيژيک اټومي بمونه لري چي يو جګ شمېر ګڼل کيږي. روسيه 8000 اضافي اټوم بمونه هم لري.

پداسي حال کي چي دواړه هيوادونو په ماضي کي پدې توانېدلي چي خپل د اټومي وسلو شمېر ډېر زيات راټيټ کړي، خو دا چي د نوي تړون له مخي به دوی ځانونو پدې مکلف کړي چي د اټومي خوليو شمېر 1500 ته راټيټ کړي ستونزمن حدف بريښي. دغه هغه شمېر دی چي اټکل يې کيږي چي په نوي تړون کي به وټاکل سي. يوه بله مهمه پوښتنه به د هغو سيسټمونه په هکله وي چي د يوې ستري وچي څخه په بله ستره وچه کي نخښه ويشتونکي توغندی فايرولای سي. خو تر ټولو زياته ستونزمنه موضوع به په ختيځه اروپا کي د امريکا لخوا د دفاعي توغنديو د سيسټم د نسبولو موضوع وي. ددغه دفاعي سيسټم په هکله پلانونو پخواني امريکايي اولس مشر جارج بوش جوړ کړي وه.

روسيې تر مخه لا ويلي دي چي د تړون به تره هغه وخته نه کړي تمديد چي امريکا په شرقي اروپا کي د خپلو توغنديو د نسبولو پرېکړه بېرته نه وي اخيستې.

Sproß, Hans/ احمدولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل