د ايران د رژيم پلويانو د حکومت د مخالفينو د مشرانو د اعدام غوښتنه وکړه
۱۳۸۹ بهمن ۲۹, جمعهڅلور ورځ ورووروسته له هغي چي په ايران کي پر مظاهرو د بنديز سربېره د په ټول هيواد کي د دولت د مخالفينو له خوا مظاهرې وسوې ، نن د ايران رژيم له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چي د د غومظاهره کوونکو پر ضد مظاهرې وکړي. د رژيم پلويانو له دستور سم، نن د جمعي د لمانځه څخه وروسته د حکومت د مخالفينو پر ضد په لاريونو لاس پوري کړ. آ
د رژیم پلوی آيت الله جنتي چی د جمعي د لمانځه امامت يي په غاړه درلود له قضايه قوي خخه وغوښتل چي د حکومت د انتقاد کونکو، ميرحسين موسوي او مهدي کروبي پر ضد په اقدام لاس پوري کړي. موسوي د ايران پخواني صدراعظم او کروبي د مجلس پخواني رييس دي. دوي دواړه د ولسمشر محمود احمدي نژاد د سرسختومخالفينو له جملي څخه شميرل کيږي. دواړه د څو ورځو راهيسي په کور کي تر نظارت لاندي دي.
له دی مخکی د ایران په دولتی تلویزیون کی د رژیم له پلویانو څخه د مظاهرهو لپاره بلنه شوی وه.
د ايران په دولتي تلويزيون کي د حکومت يو اعلاميه په دي جملو سره خپره شوه:
«د اسلامي تبليغاتو عالي شورا له خلکو څخه غواړي چي د جمعې تر لمانځه وروسته دي په ټوله هيواد کي په مظاهرو کي ګډون وکړي او د وروستيو ورځو د پيښو د فتنه ګرو مشرانو پر ضد دي خپل قهر او کرکه څرګنده کړي.»
دا چي د دوشنبې په ورځ د مظاهرو پر ممانعت سربېره د ايران په زياترو ښارونو کي خلک سړکونو ته راووتل ، ښايي د ايران دولت يې هم بېرولي وي. د بلي خوا د سه شنبې په ورځ د 290 تنو د پارلمان د غړو څخه 220 تنو يو سند لاسليک کړ چي په هغه کي راغلي دي : «موسوي او کروبي د دغو نا آراميو مسؤولين دي او په قوس کي ورسره ليکل سوي وه چي زموږ په فکر سره ولس نوره خپله حوصله د لاسه ورکړې او غواړي چي دواړه اعدام سي.»
دا چي د پارلمان د غړو دغه نظر واقعاً د ولس نمايندګي کوي لا تراوسه معلومه نه ده. په هر صورت د پنجشنبې په ورځ د ايران د قضايه قوي د رييس آيت الله صديق لاريجاني دا خبره رد کړه او وويل چي لومړي بايد يو کميسيون جوړ سي تر څو د دغو مظاهرو د راپورته کېدو علت معلوم کړي. هغه خبرداري ورکړ چي لومړي بايد سړي د حوصلې څخه کار واخلي تر څو د حقيقت د معلومولو لپاره يوه څېړنه تر سره سي .
د ايران د دولتي تلويزيون د آيت الله لاريجاني له خولي په خپله خبرپاڼه کي وويل چي هغه ويلي دي: « د هيواد قضايي قوه د دغو فتنه اچوونکو د تعقيب په اړه پر دې ټينګار وکړ چي د هغوي خيانت د هيڅ چا څخه پټ نه دي او دوي بايد په دې خبره پوه وي چي پر سياسي نظام باندي تيري به نور و نه زغمل سي.». په خبرپاڼه کي د حکومت د مخالفينو په مشرانو باندي د «خوارج» نوم ايښودل شوي دي.
د ايران د دولتي تلويزون په وينا پاڼه کي د قضايه قوي د رييس له خولي دا هم وويل شول : « د ايران اولس په دې پوهيږي چي دغه صهيونستان ولي د امريکا او انګلستان له خوا حمايه کيږي.»
کارپوهان په دی آند دی چی د ايران رژيم هم پوهيږي چي د اپوزيسيون د مشرانو په وړاندي محکمه او يا د دوي اعدامول به د ايران د رژيم په تاوان وي. ځکه له دی سره د حکومت مخالف غورځنګ ته به دوی د شهيدانو حيثيت پیدا کړی او د خلکو احساسات به نور هم راوپاروي او په نتيجه کي به داخلي سياسي فشار په ايران کي نورهم زيات سي.
اولريښ پيک/ غوټي پوپل
کتونکي: عبدالباري حکيم