1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د اتومي شخړي پر سر د نوو خبرو هيله را پيدا سوې ده

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14GLx

د ايران د اتومي شخړې پر سر د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا دايمي غړو او المان ايران ته د شپږ اړخيزه خبرو د پیل کید وړاندیز کړی دئ. په بروکسل کي د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو کميسارې کريستين آشتون، وويل چي دغه وړاندیز د چين، فرانسې انګلستان، روسېې، د امريکا د متحده ايالاتو او د المان په نامه تر سره سوی دئ. آشتون هیله څرگنده کړې ده چي ايران به د رغوونکو خبرو له پاره حاضر سي. ايران له خپل طرفه د ملګرو ملتونو څارونکو ته د خپلو لانجمنو نظامي اتومي دستګاوو د ليدو او ورتګ وړاندیز کړی دئ . د المان د بهرنیو چارو وزير ګيدو ويستروېله ويلي دي چي دا پخپله د ايران په لاس کې ده چي وضع سوي بنديزونه بيرته له منځه يوسي.