د انگلستان د بهرنيو چارو پخواني وزير: انگريزي عسکر بايد له افغانستان څخه راوايستل شي
۱۳۸۸ آبان ۱۳, چهارشنبهاعلان
له کارگر گوند څخه د پارلمان وکيل کيم هاويلزKim Howells په ډاگه کړې، چې له دې کار سره په ملياردو پونډه سپمېدلی او له القاعدې څخه د انگلستان د پولو په ساتنه کې لگېدلی شي.
هاويلز دا غوښتنه هم کړې، چې بايد په بهر کې د انگلستان استخباراتي فعاليتونه پياوړي او له بهرنيو استخباراتي څانگو سره گډکار پراخه شي.
نوموړی له ٢٠٠٥ ميلادي کاله تر ٢٠٠٨ ميلادي کاله پورې د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان د چارو مسئول وو. اوس په پارلمان کې د استخباراتي چارو د جرگه گۍ مشر دئ، کومه چې په بهر کې د انگريزي جاسوسانو او امنيتي اجنټانو فعاليتونه څاري.
محمد عارف
کتونکی: يحيی وردک