د انديجان د ډله ايزې وژنې کليزه
۱۳۸۵ خرداد ۳, چهارشنبهد ازبکستان حکومت تراوسه پورې هم زيارباسي چې د انديجان د خونړيوپيښوبهيرپټ کړي اوپه ډاروونکې توگه د عقيدې آزادي محدودوي. خپلواکه ژورناليستان، د بشر د حقوقومدافعين او د حکومت مخالفين له خطرسره مخامخ دي. د هغوۍ پرگڼ شميرباندې يرغلونه شوي، گواښ ورته شوی او په ښکاره توگه د سياسي دلايلو له کبله دعووکې، د ابدي حبس په جزامحکوم شويدي.
له حقيقت پالونکوسره چلند
د دغه حالت زيان مُعتبر » تاجي بايوا « ته هم رسيدلی دی. د دوست آباد يوې محکمې، د » تودوزړونوکلپ « په نوم د ازبکستان د بشر د حقوقو د ټولنې مشره » تاجي بايوا «، د ١٣٨۴ هجري لمريزکال د کب د مياشتې په ١٥ نيټه، په اتو کلونوزندان محکومه کړه. پرنوموړې باندې د نوروترڅنگ » په يوې غيرقانوني ټولنې کې غړيتوب « او » د لويديځوحکومتونوپيسې د داسي څيزونو د جوړولو او خپرولولپاره خرڅول، کوم چې ټولنيزامنيت اونظم له خطرسره مخامخ کوي « تورلگول کيږي. د بشر د حقوقونړيواله ټولنه ايمنسټي انټرنشنل پدې عقيده ده چې، ميرمن » تاجي بايوا « صرف د بشر د حقوقولپاره د کاراوفعاليت له کبله په زندان کې ده.