1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امن په ګډه جرګه کي بايد د طالبانو سره د خبرو لاره هواره سي

۱۳۸۷ آبان ۷, سه‌شنبه

د ديچه ويلي آلمان ږغ راډيو، په پاکستان کي د امن د ګډي جرګې په اړه د افغانستان د سيمه ايزو مطالعاتو د مرکز د مشر ښاغلي عبدالغفور ليوال نظر پوښتلی

https://p.dw.com/p/FinJ
د تير کال د کابل د امن په جرګه کي محمود خان د وينا په وخت
د تير کال د کابل د امن په جرګه کي محمود خان د وينا په وختانځور: AP

دويچه ويلي: ښاغلی ليوال، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن د جرګې دا څويمه غونډه ده چي جوړيږي او دا ځل په پاکستان کي جوړه سوې ستاسو په اند د پخوانيوغونډو سره به څه توپير ولري او نتيجه به يې څه وي؟

ليوال :ددغي ناستي او تيرو ناستو ترمنځ یو تفاوت سته هغه داچي اوس پاکستان خپله دهغوستونزو سره لاس او ګريوان دی چي يو وخت يوازي افغانستان ورسره لاس او ګريوان و، زه فکر کوم چي دغه تمايل دسولي، دکرښي هاخواته هم ډير سوی دی. دا موضوع يوه څه د سولي او پخلايني او نورو مسايلو باندي دګډي سلا امکانات زياتوي. زه فکر کوم چي تش په نامه خبري، روغبړونه او نور تشريفات د مسايلو حل نه دی دسياسي نيتونواو سياسي ستراتيژيو بدلون پکار دی. که دغه جرګه او دغه ناسته وکولای سي دسياسي نيت ،سياسي چلونو او د استخباراتي چلونو مخ پربله واړوي نو هغه وخت د ستونزي عملي لاره موندل کيږي، زه وايم تر هغه پوري چي ګاونډي هيوادونه پخپلو سياسي او استخباراتي ستراتيژيو کي بدلون رانه ولي ترهغه پوري افغانستان نه سي پر کراره کيدای او کله چي افغانستان ارام ونه اوسي ګاونډي هيوادونه هم د ارامۍ پر ټغر نه سي کښېنستلای،که چيري دغه جرګه صلاحيت ولري اجرايوي ځواک ولري او همدارنګه نړيوال تظمين نو په هغه صورت کي به ښه نتيجه هم ولري.

دويچه ويلي: مخکي چي دافغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرګې غونډي ترسره سوي دي هغه مهال پاکستان پوځي حکومت درلودی او اوس ملکي، ډیری کارپوهان په دې نظر دي چي د پاکستان اکثره سياسي او استخباراتي چاري دهغوی د پوځ او استخباراتي شبکې لخوا ترسره کيږي، څه فکر کوی چي دپاکستان اوسنی حکومت به پرخپل پوځ او استخباراتي شبکې باندي څومره واکمن وي او دمشکل د حل په برخه کي به څه وکړای سي؟

ليوال : دا يوه اساسي پوښتنه ده د افغانستان دولت او خلکو په پاکستان کي د ملکي حکومت هرکلی په دې نيت وکړ، که چيري دغه ملکي حکومت وکولای سي چي د پاکستان ټول ستراتيژۍ جوړونکي او پالیسي جوړونکي بنسټونه سولي ته وا داره کړي، دا په دې مانا ده چي ملکي حکومت وکولای سي چي د پاکستان پوځ او استخبارات دې ته اړ کړي چي د افغانستان سره د روغ نيتۍ او سولي لاري ته مخکي راسي، خو دا لا تراوسه نه ده څرګنده چي نوموړی حکومت به څومره په دې کار کي بريالی وي، که چيري دیاد سوي حکومت پواسطه دافغانستان سياسي دوسيه دپاکستان له پوځي او استخباراتي الماريو څخه دهغه هيواد دبهرنيو چارو وزارت ته وليږل سي نو په هغه صورت کي يوه اميد واري سته، خو له بده مرغه دپاکستان له جوړيدو څخه تراوسه پوري افغانستان دستراتيژي امق په توګه د هغه هيواد د پوځ او استخباراتو د تمرکز لاندي وو او دغو ارګانونو د پريکړي صلاحيت درلود، که دا مسله بدله سي زه فکر کوم چي په زړه پوري پرمختګ به رامنځ ته سي خو له بده مرغه په دې اړه لا تراوسه د پرمختګ نښي نه دي ليدل سوي.

دويچه ويلي : ښاغلی ليوال د امن د جرګې کومه غونډه چي دا مهال په اسلام آباد کي جوړه سوې ده د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولي په اړه هم خبري اتري پکښي کيدونکي دي او ويل کيږي چي ددې غونډي ډير تمرکز به پر همدې موضوع باندي وي تاسو په دې اړه څه نظر لری؟

ليوال : زه فکر کوم چي دا تر ټولو عملي پرمختګ دی، که د يوشمېر ملي افغاني ډلو لخوا نه دحکومت سره روغه جوړه وسي که څه هم دغه روغه جوړه ديو شمېر سياسي پيريدنو او په واک کي د شريک کيدلو په بیه هم و وسي زه فکر کوم چي د افغاني ډلوسره دا کار بايد ترسره سي، هغه ډلي چي افغاني دي او په افغانستان کي دننه اوسيږي، او ځيني هغه ډلي ټپلي چي له بهره راغلي دي او دهغوی سره مزاکرات هم نا شوني دي او هغوی هم د خپلو اهدافو له مخه خبرو ته نه سي حاضريدلای، زه فکر کوم چي ددوی ترمنځ بايد بيلتون راوستل سي دا دافغانستان په کټه ده.