1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتی مسايلو او آزدۍ د ساتلو تر منځ مشکل توازن

۱۳۸۸ اسفند ۱۳, پنجشنبه

کله چې نن ورځ خبره د امنيت او آزادۍ ساتلو راپورته شي، نو په آلمان او ټوله نړۍ کې د عطف يو شريک ټکي ته سترگې اړول کيږي : پر نيويارک او واشنگټن باندی د 2001 م کال د سپتمبر د مياشتی د 11 نېټې گذارونه

https://p.dw.com/p/MJQz
انځور: picture alliance / dpa

د هغه پايله د يو زيات شمېر اصولو او قوانينو سختوالی وو، کوم چې د خلکو د ټولنيزه حقونو د محدوديت سبب هم شول . په دې پديده کې هېڅوک شک نه شي راوړی . آلمان يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر اوسه پورې انگلستان او هسپانيې غوندی ترهگري گذارونو څخه په امن کې پاته دی . خو په دې کې هم هېڅوک شک نه لري، چې دا کار له خطر څخه د خلاصون معنی نه لري .

مگر په دې باب نظريات يو له بل څخه مخالف دي، چې کوم تدبيرونه له ترهگرۍ سره د مبارزې په لاره کې زيات اغېزمن دي . د آلمان د عدليې وزيره ميرمن زبينه لويت هويزر- شارينبرگر Sabine Leutheusser-Schnarrenberger په دې برخه کې يو خاص دريز لري او وايي:

(بنسټيز او اساسي حقونه د خطر او ترهگري گواښونو په وخت کې هم د اعتبار او منلو وړ دي .)

په دغو جملو او کلمو سره دې د آلمان د اساسي قانون د محکمې پر هغه پرېکړه باندی تبصره وکوله، د کومی له مخی چې د شخصي معلوماتو او اعدادو ذخيره کول د دې هېواد د مخابراتي اصولو د محرميت مغاير دي ،او بايد سمدلاسه موجود معلومات له منځه يووړل شي . نوموړي وزيرې پر دې پرېکړه باندی، کومه چې د څه ناڅه 35000 آلمانيانو د نيوکو او اعتراضونو له مخې وشوله، خپله خوښي څرگنده کړه . همدغه د دعوی او اعتراض کوونکو گڼ شمېر څرگندوي، چې تر کوم حده پوری خلک د دولت لخوا د څارنی او نظارت مخالف دي .

Vorratsdatenspeicherung Schwerpunkt Bild 1 von 3
انځور: AP

د محافظه کارې مسيحي ټلوالې CDU/CSU او آزادو دموکراټانو FDP د 2009 ميلادي کال د حکومتي ائتلافي تړون په څلورم فصل کې د آزادۍ او امنيت په باب په آزادپلوه غږ سره راغلي دي :

داد دولت دنده ده، چې د هر وگړي آزاديو ته د سياسي، قانونې او ټولنيزه اصولو په چوکاټ کې اعتبار قايل شي . دولت د يوه قانونيت دولت د اصولو پر اساس دې کار ته اړ دی، د کومو په ډله کې چې پر بنسټيزه حقونو باندی د ناحقه تجاوز ممانعت هم راځي .)

د همدې اصولو پر بنسټ د آلمان د اساسي قانون د محکمې مشر هانس يورگين پپيرHans-Jürgen Papier خپله پرېکړه کړېده او وايي:

(د آداتو له ځېرمې سره اړوند لرونکې په بنسټيزه حقونو کې لاس وهنه، د هغه د پراخ تاثير او دارقامو د اهميت په نظرکې نيولو سره، ډېر سخت کار دی . يواځی هغه وخت پر ځای کار بلل کېدلی شي، چې د آداتو د محرميت، په کارولو او څرگنده حق ساتلو په برخه کې پوره اصول موجود وي.)

Urteilsverkündigung in Karlsruhe zur Vorratsdatenspeicherung
انځور: AP

په دې پرېکړه کې په ډاگه کيږي، چې د امنيت او آزادۍ تر منځ انډول ساتل څومره ستونځمن کار دی . ځکه لوړ پوړی قاضي ټينگار کړی، چې آدات ځېرمه کېدلی شي، خو په دې شرط چې يوې بشپړی ټولنی ته ورسره د شک په سترگه ونه گتل شي . که څه هم دا يې په ډاگه نه دي ويلي، خو د دوی له جملو څخه همدا څه تعبير کېدلی شي .

مارسل فورستناو/عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري