1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا جمهور رئيس بوش نن چهارشنبه منځني ختيځ ته ولاړۍ

۱۳۸۶ دی ۱۹, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بوش د يوه اته ورځني سفر دپاره منځني ختيځ ته تللئ دی...

https://p.dw.com/p/DKBw
د امريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش
د امريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش
دئ به اول اسرائېلو ته ولاړ سي. بوش به هلته د نورو تر څنگ د اسرائيلو د صدراعظم اهود اولمرت سره د اسرائيلو او فلسطينيانو د سولي د خبرو اترو د پرمختگ په باب خبري وکي. بوش غواړي چی په اناپوليس کي د منځني ختَيځ دسولي تر کنفرانس شپږ اونۍ وروسته ددوی په منځ کي د سولي په خبرو کي چټک والئ راولي .
په پنج شنبه په رام الله کي د فلسطين د رهبرانو سره يوه لَيدنه کتنه په پلان کي ده .
دا اسرائيلو او فلسطين ته د بوش لمړنئ رسمي سفر دی . پدې منځ کي اسرائيلو د بوش د سفر په وخت کي د لوېديز اردن لاري کاملا بندي کړې.
بوش به په راتلونکو ورځو کي کويټ، بحرين ، سعودي عربستان او عربي متحده ايالاتو ته هم سفر وکي.