1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د الماني عسکرو د وتلو پر نېټه اختلاف موجود دی

۱۳۸۹ دی ۱, چهارشنبه

د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ د افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو لپاره د يوې مشخصي نيټې د ټاکلو سره مخالف دی.

https://p.dw.com/p/QiLT
د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ په افغانستان کي د سرتيرو د لیدو پرمهال
د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ په افغانستان کي د سرتيرو د لیدو پرمهالانځور: AP

څوګوتنبرګ د بهرنيو چارو د وزير ګيدو وسترويله له خوا د سرتيرو د ايستلو يو ټاکل سوی پلان تر پوښني لاندي ونيو.

وسترويله تيره اونۍ وويل چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو ايستل د راتلونکي ميلادي کال په پای کي پيل کيږي.

د دفاع وزير د آلمان د ARD تلويزوني شبکې سره په مرکه کي وويل:« په راتلونکي کال کي د سرتيرو د ايستلو د پيل پلان يو ډير ستونزمن هدف دی، چي هغه د ستر مسووليت غوښتنه کوي.»

څوګوتنبرګ زياته کړه:« يوازي په دې خاطر چي يو څوک غواړي خپله کړې ادعا په اثبات ورسوي زه د دفاع وزير يا د حکومت د يوغړي په توګه دا مسووليت په غاړه نه سم اخيستلای چي زموږ د سرتيرو د وتلو له پيل څخه وروسته د پاته سرتيرو ژوند له خطر سر مخامخ سي.»

هغه زياته کړه چي آلمان هغه وخت کولای سی چي په مسووليت سره خپل سرتيري له افغانستان څخه وباسي چي رښتنيي شرايط هلته چمتو سي.

څوګوتنبرګ يادونه وکړه چي هغه اوس نه سي ويلای چي څه وخت به سرتيري بيرته خپل وطن ته ستنيدل پيل کړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير د خپل هيواد پارلمان ته په حکومتي وينا کي تيره اونۍ وويل چي آلمان به د 2011 کال په لومړۍ نيمايي کي په ځينو ولايتونو کي امنيتي مسووليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

هغه په خپله وينا کي د آلمان پوځي ماموريت په افغانستان کي بريالی وګاڼه او وويل:« د راتلونکي ميلادي کال په پای کي موږ غواړو دومره پرمختګ وکړو چي وکړای سو د خپلو پوځي قطعاتو په شمير کي کموالي راوړو.»

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويلهانځور: picture alliance / dpa

خو نه يوازي د آلمان د دفاع وزير د ايتلافي حکومت د «سوسيال مسيحي اتحاد» د ګوند غړی دی د بهرنيو چارو پر نيول سوي تصميم باندي نيوکه کړې، بلکه د وسترويله د ليبرال ديموکرات د ګوند د دفاعي چارو کارپوهي، Elke Hoff ، هم له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو د ټاکل سوي پلان څخه د ډير زيات انتظار پر ضد خبرداري ورکړ.

په روان وخت کي آلمان په افغانستان کي کابو 4700 سرتيري لري. د فرانس پرس د خبري آژانس د احصاييي له مخه د 2010 کال له پيل څخه تر اوسه پوري 702 تنه بهرني سرتيري په افغانستان کي وژل سوي دي.

دا شمير ه د 2009 کال په پرتله يو پر دريمه زياته ده. ډيري وژل سوي سرتيري امريکايان دي. د آلمان د ملي پوځ د معلوماتو له مخه په 2010 کال کي هغه خپل 8 سرتيري له لاسه ورکړل.

په 2001 کال کي د ماموريت له پيل څخه تر اوسه پوري 45 آلماني سرتيري د افغانستان په دننه کي مړه سوي چي 27 مستقيماً د نښتو په وخت وژل سوي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل