د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د وتلو او جنګ ختمولو غوښتنه
۱۳۸۸ دی ۳, پنجشنبهد هانوور د ايالت دې سراسقفې له نوموړي ښار څخه خپرېدونکې Hannoverschen Allgemeinen Zeitung په نامه ورځپاني ته نن د پنجشنبې په ورځ څرگنده کړې چې، په آلمان کې د پروټستانتو د کليساوو له نظره د افغانستان جگړه پرځای کار نه دئ او بايد ژرترژره پای ته ورسول شي . او هر څومره چې امکان ولري هغومره وختي آلماني عسکر له افغانستان څخه راوايستل شي . دا وتنه نه ښايي په ډېره بېړه سره وي، بلکه په آرامه او منظم ډول سره سرته ورسيږي .
د پروټستانتو د کليسا مشرې ميرمن مارگوت کيسمن د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آيا بنسټ پال طالبان به د صلحې په اشارو سره آرام شي او که څنگه وويل، افغانستان يوازي په وسلو سره نسي آرامېدلی . دا د مايوسۍ او نااميدۍ ځای دی، چې سره له دې هم جگړو او وسلو ته تر نورو وسيلو او واسطو څخه د لومړيتوب حق ورکول کيږي . کيسمن ويلي دي، اول ښايي د وسلو او نشه يي توکو سوداگري، کومه چې ترهگرو ته مالي امکانات برابروي، بند شي . سړی بايد له طالبانو سره د خبرو ميز ته کښيني . ميرمن کيسمن دا ټينگار کړی چې، په خلکو کې هم د يوه نوي پيل د پاره د نظريووالی يواځي او يواځي په صلحيزه وسيلو سره ممکن دئ .
نوموړې مذهبي مشرې په افغانستان کې د آلماني عسکرو د پاره د نظامي واعظانو له گمارلوڅخه پلوي کړېده او ويلي دي، چې دا روحانيون د عسکرو د روحي آرامۍ سبب کيږي . دا وايي، دلته هدف جگړه او له جگړې څخه پلوي نه ده، دلته انسانان بدرگه کيږي . نو ځکه دې له افغانستان څخه د نظامي واعظانو بېرته راايستل ردکړېدي .
کيسمن بيا هم د هانوور له ښار څخه خپرېدونکې يوې بلې Neue Presse نومي ورځپاڼي ته ليکي، چې صلح، يعنی د مسيحي اختر پيغام تر اوسه پوري د نړی په ډيرو سيمو کې حقيقت ته نه دی رسېدلی، او وينو چې يوازي د دوهمي نړيوالی جگړې له ختم څخه تر اوسه پوري 230 جگړې رامنځ ته شوي او هنوز هم منځ ته راځي . موږ پر هغه څه چې په افغانستان کې تيريږي سترگې نسو پټولی، هلته جگړه روانه ده، هلته زورزياتی او بې عدالتي حکومت کوي . دې مېرمنې هيله کړې ده، چې بايد په افغانستان کې د صلحي راوستلو په منظور ملکي امکاناتو ته د اوليت حق ورکړل شي .
د پروټستانت مذهبو د کليساگانو د شورا د مشرې ميرمن مارگوت کيسمن له نظره، جگړه او زورزياتی نه بايد معمولي بڼه ونيسي .
DPA / عبدالباري حکيم
کتونکی : محمد قاسم نوري