1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د ايستلو غوښتني ډيريږي

۱۳۸۸ مرداد ۲۶, دوشنبه

د آلمان د پوځ درستیز د پلان جوړنی يو پخوانی آمر، Ulrich Weisser غوښتنه کوی چی لږ ترلږه د 2011 کال تر پایه پوری په افغانستان د ناتو مأموریت پای ته ورسول شی...

https://p.dw.com/p/JCt2
آلماني عسکر د افغانستان په شمال کي د ګزمې پر مهال
آلماني عسکر د افغانستان په شمال کي د ګزمې پر مهالانځور: AP

Weisser د آلمان Frankruter Rundschau نومی ورځپاني ته وویل: «آلمانانان باید د انتظار ولری چی د هغوی سیاسی ګوندونه په خپلی انتخابایت مبارزه کی د یوی داسی پیل او یااعتبار وړ بدل پلان ورته وړاندی کوی، نه دا چی یو تصور ورکوی چی لس کاله نور هم جګړه دوام کوی، دغه جګړه چی په هغه یو هیواد کی چی د نشه یی توکو د تولید او د اختلاس د پراخی لمنی له امله د ګټلو وړ نه ده.

هغه وویل، د آلمان حکومت او پارلمان تر اوسه پوری په سمه توګه مددله کړی نه ده چی ولی په زر ګونو آلمانی سرتیری باید په افغانستان کی په عملیاتو بوخت وی او ولی څه دپاسه یوه لسیزه باید هلاه پاتی شی.

د آلمان د پوځ دغه پڅوانی چارواکی په خپلی مقالی کی د آلمان د یوه سیاست وال یوی جملی ویلی دی، « د آلمان دفاع د هندوکش د غرو په لمن کی کیږی، د خلکو د قناعت لپاره بسیا نه کوی. هغه یادونه کوی، که چیری سړی دغه ماموریت د آلمان د مهمو متحدینو په فحوا کی سړی نظر واچوی ، له دی لحاظه هم آلمان له دوو سختو ستونزو سره مخامخ دی: یو دا چی له افغانستان څخه د وتلو ستراتيزی وجود نه لری، او په عین وخت کی آلمان سره د یو دوهم درجه متحد په توګه چلند کیږی، دا په دی وجه چی ګواکی هغه په دی برخه کی لږه همکاری کوی. دغه ډول یو نظر، ناوړه اغیزه لری، بیا خصوصا« زموږ پر سرتیرو» باندی.

د مقایلی لیکوال، Weisser وړاندی لیکی: « نو دا ټولی د دی ویندویی کوړی چی د ناتو ټول دولتونه په راتلونکو دوو کلونو کی دو هدفونه باید ځان ته وټاکی چی هغو ته ورسیږی: یو دا چی افغان ملی پولیس او ځواکونه د دی توان پیدا کړی چی د خپل هیواد امینت خپأه په لاس کی واخلی. د پاڅون کونکو او تروریست طالبانو پر ضد د جګړی له لاری او یا د هغو سره چی د روغی جوړی لپاره چمتو والی ښکاره کوی، د دیالوګ او خبرو اترو له لاریب د وضعی آرامول.

د آلمان د دفاع وزیر، فرانس یو زف یونګ، د بیلد نومی ورځپاڼي سره په خبرو کی چی د دوشنبی د ورځي په ګڼه کی يی خپری کړی دی،یو ځل بیا د خپل هیواد اراده څرګنده کړه چی آلمانی سرتیری ښایی له پنځو تر لسو کلونو پوری په افغانستان کی پاتی شی. یونګ وویل،د دی ماموریت هدف دا دی چی افغانستان یو حالت ته ورسول شی چی وکړای شی د خپل امینت ساتنه خپله وکړی. او دا د دفاع وزیر د خپلی وینا له مخی« پنځه تر لس کاله پوری وخت ته اړتیا لری.»

د دی ترڅنګ په افغانستان کی د ملګرو ملتو پخوانی ځانګړی استازی، Tom Koenigsهم په افغانستان کی د آلمان د حکومت په ستراتيژی باندی هم نیوکه وکړه. هغه وویل:« په هندوکش کی جګړه د پخوانی نظری له مخی پر مخ بول کیږی، یعنی د مخالف اړخ له منځه وړل، خو نه په دی نظر، چی په ټولو امکاناتو سره باید د ولسی وګړو څخه ساتنه باید وشی.» د آلمان د شنو یا Grüner د ګوند غړی د Berliner zeitunنومی ورحپانی وکړه.د هغه یاړونی هم د دغی ورحپانی په ننی ګڼه کی چاپ شوی دی. د ملګرو ملتو دغه پخواین ځانګړی استازی وایی: « غوره خو دا وه چی د جګړی اصلی هدف د ولسی خلکو ساتل وای. دا چی اوس د نړیوال پ،ځي ستراتیژی کی سمون والی راوستل کیږی، ډير ناوخت کار دی.