1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د جګړی نوی قوماندان له سختو ننګونو سره مخامخ دی

۱۳۸۹ تیر ۱۲, شنبه

جنرال پيترايس:«پرته له همکاريو او يو بل ته د لاس ورکولو څخه د افغانستان ماموريت برياليتوب ته نه رسيږي. که نړيواله ټولنه ده او که افغان حکومت، که پوځيان دي او که ملکيان، ټول د يو ماموريت غړي دي.»

https://p.dw.com/p/O9nn
په افغانستان کي د ناتو او امريکايي ځواکونو نوي عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترايس
په افغانستان کي د ناتو او امريکايي ځواکونو نوي عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترايسانځور: picture alliance/dpa

د افغانستان د جګړي لپاره د امريکا متحده ايالاتو نوي قوماندان جنرال ديويد پيترايس له پرون ورځي را په دي خوا په کابل کي دي.

وروسته له هغي چي جنرال پيترايس دغي دندي ته وټاکل شو په کابل کي په خپله لومړي وينا کي د افغانستان په جګړه کي په روانو هڅو کي د يو والي لپاره غږ وکړ.

هغه وويل:« مونږ بايد په دي جګړه کي خپلي ټولي هڅو سره يو موټي کړو. ملکي، پوځي او داسي نوري هڅي.

جنرال پيترايس زياته کړه، پرته له همکاريو او يو بل ته د لاس ورکولو څخه د افغانستان ماموريت برياليتوب ته نه رسيږي.هغه وويل:« که نړيواله ټولنه ده او که افغانان حکومت، که پوځيان دي او که ملکيان، دوي ټول د يو ماموريت غړي دي.»

جنرال پيترايس دغه وينا په کابل کي د امريکا متحده ايالاتو د سفارت په وداني کي چيرته چي د متحده ايالاتو د خپلواکي د ورځي د لمانځني لپاره يوه غونده نيوله شوي وه، وکړه. دغي غونډي ته د افغانستان د حکومت لوړ پوړي چارواکو په شمول 1700 کورني او بهرني ميلمانه بلل شوي بلل شوي ؤ.

څلور ستور لرونکي جنرال پترايس د ګوښه کړاي شوي جنرال ميک کريستل پر ځاي په افغانستان کي د ناتو او د امريکا متحده ايالاتو د عمومي قوماندان په توګه تيره اوني د سنا د مجلس له خوا تاييد شو .

په افغانستان کي د 140 زرو امريکايي او ناتو د سرتيرو د قوماندان په توګه د جنرال پيترايس له ټاکو څخه د جمهور رييس حامد کرزي په شمول چي په لويدځ کي هغه ته د يو بايللي «ملګري» په توګه کتل کيږي، د سيمي لوړ پوړو چارواکو هرکلي وکړ.

خو تحليلونکي له پيترايس څخه غوښتنه کوي چي د جګړي په کړنلاره کي ژر تر ژره بدلون راوړي.

د افغانستان پارلماني استازي، احمد بهزاد د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل:« پيترايس بايد د طالبانو ضد جګړي په ستراتيژي کي بدلون رامنح ته کړي.»

هغه وويل:« د بهرنيو ځواکونو په مشري کي بدلون يواځي هغه وخت اغيزمنه ده چي مونږ د تروريستانو پر ضد د عمل په ډګر کي کار ووينو.»

بل افغان کار پوه هارون مير وايي چي د جنرال ميک کريستل اعتبار هغه وخت تاواني شو چي په مارجه کي بهرني ځواکونه ونه توانيدل چي د نشه يي توکو دغي « توليدونکي» سيمي ته امن اعاده کړي.

هارون مير زياتوي :د کندهار عمليات هم تت ښکاري:« مونږ نه پوهيږو چي آيا دغه عمليات به وشي که نه؟»

د بارک اوباما او د جنرال بيترايس د وينا سره سره چي په اصلي ستراتيزي کي به بدلون رامنح ته نه شي، خو نوموړي جنرال مخکي له دي چي کابل ته ورسيږي په ستراژيکي د « تکتيکونو» د بدلون اشاره رسولي ده.

امريکايي سرتيري شکايت کوي چي د ميک کريستل په اصطلاح «تشويقي مقررات چي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو کمول یی مقصد دي، د دي سبب شوي چي هغوی ونه توانيږي له ځان څخه څرنګه چي لازمه ده دفاع وکړي.دغو ډول مقرراتو د نړيوالو ځواکونو مرګ ژوبلي زياتي کړي دي.

ميک کريستل وروسته له هغي له خپلي دندي ګوښه کيدو ته مجبوره شو چي په يوي امريکايي مجلي، رولينګ ستون کي د سپيني ماني د مشرانو په نسبت «سپکاوي ډوله» تبصره کړي وه

عبدالباري حکيم/ فرانس پرس

کتونکي: احمد ولي اڅکزي