د افغانستان بانک شتمني ۵ مليارده ډالرو ته ورسېده
۱۳۸۹ بهمن ۱۳, چهارشنبهافغانستان چي د کورنيو جګړو پر مهال يې مرکزي بانک لوټ تالا سوی وو له تيرو لسو کلونو راهيسي يې د بيا رغاوني په برخه کي د پام وړ پرمختګونه سوي دي.
فطرت په ورته وخت کي د مرکزي بانک له شتمنيو د کابل بانک په نامه د يوه خصوصي بانک د ژغورلو خبره هم وکړه.
هغه وويل چي مرکزي بانک اوس د ملک په دننه کي د دولت يوه باوري مالي سرچينه ده چي پري حساب کيداي سي.
« خوشبختانه نن د افغانستان د مرکزي بانک شتمني په پينځه مليارده او پينځه ديرش مليونه واوښته او د هري ورځي په تيريدو دغه شتمني مخ پر لوړيدو ده».
د مرکزي بانک ريس همدا راز په ملک کي دننه د خوراکي او سون توکو په بيه کي د څه د پاسه ۱۲ سلنه زياتوالي خبرهم ورکړ.
فطرت وايي چي د بيو دغه دولس سلنه پاړسوب بهرني او کورني لاملونه لري.
د هغه په خبره، په تير۲۰۱۰ کال کي د نړۍ په يو شمير هيوادونو کي روان طبيعي ناورينونه او په خاصه توګه سيلابونه ددې لامل سول چي د خوراکي او سونګ توکو بي لوړي کړي چي افغانستان يې هم له اغيزو خوندي نه وو.
د افغانستان بانک ريس وايي چي په تيرو څو مياشتو کي له ګاونډيو ملکونو سره په سوداګريزو اړيکو کي د ستونزو رامنځ ته کيدل يو بل هغه لامل وو چي په کور دننه يې د سونګ او خوراکي توکو بيي لوړي کړي.
ډيری افغانان په دې آند دي چي د خوراکي توکو بيي هغه مهال له نورمال حالت څخه پورته سوې، چي ايران پر افغانستان باندي د تيلو صادرات بند کړل.
ايران تيره مياشت د هغو شاوخوا ۱۶۰۰ ټانکرونو مخه ډب کړه چي د نړۍ له بيلا بيلو ملکونو يي افغانستان ته د ايران له لاري تيل ليږدول.
که څه هم تهران او کابل د دغو ټانکرونو د آزاديدو په برخه کي هوکړه کړې خو لا هم د تيلو بيه نورمال حالت ته نده را ګرځيدلې.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل