د افریقایي کډوالو په هکله د اروپایي محکمې د پرېکړې هرکلی وشو
۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعهاعلان
د بشری حقونو سازمانونو په بیړیو کې د راغلو افریقایي کډوالو په اړه د اروپایي محکمې د پرېکړې څخه هرکلی وکړ. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارۍ د کډوالو سره د دولتونو د چلند په هکله د مسئولیتونو پر غاړه اخیستل، د پرمختګ یو مهم ټکی وباله. د بشری حقونو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان اعلان وکړ چې دغې محکمې د کډوالو د ساتلو له پاره مهم ګام پورته کړ.
په شتراسبورګ کې دغې محکمې د ایتالیا د هیواد د هغه کار پر ضد عکس العمل ښکاره کړ چې ۲۴ تنه افریقایي مهاجر ئې په کښتۍ کې بیرته لیبیا ته استولي دي. د شتراسبورګ د محکمې قاضیان وایي چې د هغو سره غیرانساني چلند سوی دئ.