د اسرائیلو سفارتونه د بمونو هدف ګرځېدلي دي
۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبهاعلان
په بیت المقدس کی د خارجه وزارت په حواله په هند او ګرجستان کی د اسراییلو سفارتونه د بمي بریدونو هدف ګرځېدلي دي. دغه وزارت اعلان کړی چی په نوي ډیلی کی د دوی پر نمایندګی باندی یوه چاودنه تر سره سوې ده. په داسي حال کی چی وزارت د سر د زیان په اړه څه نه دي ویلی ، د هاریتڅ په نامه اسراییلي ورځپاڼي بیا ویلی چی ښایی یو دیپلومات په دغه پیښه کی زخمي سوی وي. د اسراییلو خارجه وزارت زیاتوي چی د ګرجستان په پایتخت تفلیس کی بیا چاودېدونکي مواد خنثی سوي دي.