1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ارياناافغان هوايي شركت په ګټه كى دي

۱۳۸۷ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

دارياناافغان هوايي شركت رئيس كپتان معين خان وردګ دالمان غږراډيو ته وويل چى شركت ئى سږكال دحج په مراسموكى دسعودي عربستان جدى اومديني منورى ته ديولس زره حاجيانودليږراليږدپه پروسه كى څلورميليونه امريكايي ډالرګټلي دي

https://p.dw.com/p/Gvym
انځور: AP

اوپه شركت باندي ټول پورونه ئى خلاص كړي دي اواوس ددي جوګه شوي دي چي نورهم پياوړي شي

دارياناافغان هوايي شركت چي په افغانستان كي شپږ پنځوس كلن عمرلري په لومړيوكى دپان امريكن ايرلاينزسره په شريكه كاركاوه داچى په دغه عمركي دغه شركت څومره تودى سړى ګاللي دي په دى سربيره چى څلورالوتكى ئى په خپل منځي اوتنظيمي جګړوكى ويجاړى شوي دي دامهال يوازي څلور

دسپرليوالوتكى لري اويوه الوتكه ئى هم دتركي دهيوادنه په اجاره اخستي ده

په وروستيوكلونوكى له دي امله چي دارياناافغان هوايي شركت په زيان كي ووځكه خوڅوځلى داسي اوازى خپرى شوي چى بايدخصوصي شركت ته ورحواله شي

دشركت رئيس وويل چى حكومت ته ئى څوځلي وړانديزونه وكړل چى څونوى الوتكي ورته وپيري اوپه دي توګه دارياناتاريخي نوم وساتي خوحكومت ورته ويلي دي چي نړيوالي مرستندويه اداري ورته اجازه نه وركوي

كپتان وردګ وايي چي مجبورا يي دفرانسى ديوه شركت نه د737 بوئنګ الوتكى دپيرودلولپاره اقدام كړي دي .دغه الوتكه چى نهه نيم ميليونه امريكايي ډالره بيه لري په قسطونواخستل كيږي ده داريانا افغان هوايي شركت دالوتنومهال ويش داسي بيان كړكله چى دكپتان وردګ نه پوښتنه وشوه داچى دارياناافغان هوايي شركت الوتكودعمرزياته برخه خوړلى ده اودنوى تكنالوژۍ سره برابرى نه دى كله كله دبهرنيوهيوادونولخواپه تورليست كى راځي اودالوتنواجازه نه وركوي داچي دغه ستونزه تركومه حده حل شوي ده وي منله چى كله ناكله مونږددغسى ستونزوسره مخامخ كيږوخوداوخت موحل كړي دي

داچى دارياناافغان هوايي شركت الوتكى زړى دي ځكه خوزياتره وخت مسافرين هڅه كوي په كابل كي دخصوصي هوايي شركتونوپه الوتكوكى بهرنيوهيوادونوته سفرونه وكړى اوترجيح وركوي چي دنورو

الوتكونه ګټه واخلي

دكابل په نړيوال هواي ډګركى يومسافرپه دى اړه په حكومت غږ وكړچى ديوتاريخي اودولتي شركت په توګه يى پياوړى اوسمبالىكړي

دارياناافغان هوايي شركت چارواكى وايى چى كه چيرى په وزارتونواودولتي موسيسو۳۵ ميليونه ډالره پورونه ورته وركړي كولي شي دنووالوتكوپه ارينولوكي ورسره مرسته وشي اوپه دى توګه دغه شركت په خپلوپښوودروي.