1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د ۱۷ هیوادونو د مالیې وزیران په لوگزمبورگ کې غونډه کوي

۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16M7v

په پام کې ده چې نن به د یورو د ۱۷ غړو هیوادونو د مالیې وزیران سره په لوگزمبورگ راټول شي چې د اروپا د ژغورنۍ د دوامداره صندوق په اړه اساسي تړون امضا کړي. د المان د مالیې چارو وزیر به د خپلو نورو هم سیالیو سره یوځای د نوموړي صندوق په اړه دغه اساسي اسناد نن د ماسپښین وروسته په لوگزمبورگ کې لاسلیک کړي. دغه صندوق چې پکښې به ۵۰۰ میلیارده یورو پرتې وي د غړو هیوادونو د د دیوالیه کیدو څخه د ژغورنې په موخه جوړ شوی دئ.