د اروپايي ټولني دنوي مشرتابه سره ټول راضي ندي
۱۳۸۸ آبان ۲۹, جمعهدغه سرمشريزه چه په بروکسل کښي جوړه سوې وه ، د بلجيم اوسنی صدراعظم هيرمن فان روم بوي يې د شورا د لمړني رييس په حيث ،او د ټولني د خارجي سياست د مشرې يا خارجه وزيري په حيث برتانوۍ کاترينه آشتون تعين کړل .
په دې ډول هغه ګرده آوازې چه د اتحاديې د مشرانو د تعينولو په خاطر به ټوله شپه تيره ، او يا بلي ورځي ته وځنډيږي ، بې اساسه راوختلې ،او د همدغي شپې پر 9 بجو د سويډن صدراعظم او د اروپايي ټولني د شورا اوسني رييس فريد ريک راين فيلډ د هغو د تعينيدو اعلان وکۍ .
ده وويل ،
« په هغه چا پسي چه موږ ګرزيدلو ، بايد داسي شخصيتونه وای ، چه وکولای سي ، مناسبات ټينګ ، او ددې صلاحيت او وس ولري چه موږ رهبري ، او په جهان کښي د اروپا نمايندګي وکي . آيا موږ داسي شخصيتونه پيداکړي دي . زه وايم چه بلې ؤو . »
پدې وسيله هغو کسانو چه غوښتل يې تر يوه باقدرته او باصلاحيته رييس زيادتره يو تشريفاتي رييس ولري ، خپل هدف تر لاسه کي .
پر آشتون باندي چه ددې دمخه هم د اروپايي ټولني د تجارتي مسايلو عالي کميساره وه ، ويل کيږي چه د خارجي سياست او ډيپلوماسۍ په برخه کښي تجربه نلري ، خو دا هغه ردوي ، او وايي چه،
«تاسي زما د اعمالو په خاطر قضاوت وکی ، او زه معتقيده يم چه تاسي به په ما راضي، او وياړ راباندي وکی . »
داچه د اروپايي ټولني د رياست او خارجي - ډيپلوماتيکو مسايلو د پستونو ډکول څونه سخت او مشکل کار ؤ ، د اروپايي ټولني د غړو هيوادو د حکومتو سره د راين فيلډ د هفتو هفتو خبرو او مشورو څخه معلوميږي . ځکه نو د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل هم ددې څخه راضي معلوميدل ، چه په آخره کښي يوه عامه شخړه رامنځته نسوه . دا وايي،
« په اطمينان سره نن شپه په اروپا کښي يو پرينسيب کاميابه سو ، او هغه داچه د ډيرو متفاوتو او مختلفو نظريو په درلودلو سره دا ډيره مشکله ده ، چه په آخره کښي د اشخاصو او افرادو پر تعينولو باندي توافق رامنځته سي .»
خو دا اوله پلا وه ، او په دوهمه پلا کي اميد دي چه ټول يې ددې څخه زده کي .
کريستوپ هازل باخ
کتونکی : محمد قاسم نوري