1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اختر په را رسیدو د څارویو بیې لوړي سوي ولی؟

۱۳۸۹ آبان ۲۳, یکشنبه

یو افغان سوداګر: د ملک له شمال اوجنوب څخه کابل ته د څارویو په انتقال کی ورڅخه د پولیسی پوستې په یوه او بل نامه پیسې اخلي، سوداګر مجبوره دی چې دغه پیسې د مالونو په بیه ور واچوي. دا ده چی د څارویو په بیه کې لوړ والی راځي

https://p.dw.com/p/Q8Eo
د قربانی لپاره یو چکتو کړای شوی ګډی
د قربانی لپاره یو چکتو کړای شوی ګډیانځور: DW

د لوی اختر په را رسیدو سره د څارویو بیې په بازانو کې د هرې ورځي په تیریدو لوړ والی مومي.

تیر کال سره په پرتله کې نن صبا د څارویېو بیې د کابل په بازارونو کې په بي ساري توګه لوړي سوي دي.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي چې د لوی اختر ورځي ته د قربانیو د برابرولو لپاره د څارویو بازارنو ته راغلي وایې چې نرخونه آسمان ته ختلي او ډیری کسان نه سي کولای چې دخپلې خوښې وړ څاروی وپیري.

د سعودي عربستان د دولت د اعلام سره سم به د نړۍ ټول مسلمانان د راتلونکې سې شنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ولمانځي.

مسلمانان د اختر د دریو ورځو په لړ کې د قربانۍ د کولو فرصت لري.

دغه دود د اسلام د پیغامر حضرت ابراهیم ع السلام څخه مسلمانانو ته په میراث پاتي دي.

د کابل د لاهورۍ دروازې نقاش ته د ښار له بیلا بیلو سیمو په سلګونو تنه راغلي چې د خپلې خوښې وړ څاروی په مناسبه بیه تر لاسه کړي خو نن هر څه بل ډول دي.

محمدتابش د کابل ښار یو تن اوسیدونکی دی چې دغلته په یوه مناسب پسه پسي لټون کوي. نوموړي دوچې ویلې آلمان غږ ته وویل چې نرخونو ته په کتوسره دی ډاډه نه دی چې نن به کور ته ډک لاس لاړ سي ځکه چې کومي پیسي چې له ده سره دي نني بازار ته په کتوسره پرې د قربانۍ وړ څاروی نه سي تر لاسه کولای .

هغه وایې: «تیر کال به یو چاغ مږ په اوه تر نهو زرو افغانیو پوري پیدا کیده، خو نن هغه مال په پینځلس زره افغانۍ هم نه سي اخیستلای، دا ګراني وګوره، قانون نسته، پوښتنه نه سته که قانون وای نو بیا دومره ظلم چا نه شوای کولای»

خو یوازي محمدتابش نه بلکې دغلته راغلي ډیری خلګ د نرخونو له لوړ والي شکایت لري.

حاجي لالو او دوه ملګري یې بیا په دوه کلن خوسي پسې لټون کوي.

نوموړی وایې چې سهار اته بجې راغلی او تر اوسه چې دولس بجې کیدونکي وې په دې نه دی توانیدلی چې مناسب خوسی ومومي.

نوموړې دوچې ویلې ته وویل: « وطني مال نه پیدا کیږي، دلته هر څه له پاکستان څخه راوړل سوي، زه نه پوهیږم چې دافغانستان مالونه څه کیږي، هغه خو یې څه کوي بیو ته یې ګوره، بیې یې څومره لوړي دي، د چا وس نه ورته رسیږي».

خو د کابل په لاهورۍ دروازه کې د دغه نقاش ( څاروي پلور ځای) یو تن ټیکه دار حاجي بازمحمد کوچی بیا وایې چې د څاروو بیې د حکومتي مامورینو چلندته په کتوسره لوړ سوي دي.

نوموړی وایې چې کله دوي مالونه د ملک له شمال اوجنوب څخه کابل ته راوړي نو د لارې په اوږدو کې ورڅخه د پولیسو پوستې په یوه او بل نامه پیسې اخلي او دوي مجبوره دي چې ترینه د پولیسو له لوري اخیستل سوي دغه پیسې د مالونو په بیه ور واچوي چې په دې سره په خپله د څارویو په بیه کې لوړ والی راځي.

نوموړی دولت د څارویود بیو په لوړولو کې ګرم بولي نه ځان .

هغه دوچې ویلې ته وویل چې د څارویو د بیو د لوړ والي بل لامل ایران او پاکستان ته د افغاني پسونو قاچاق دی.

نوموړی وایې چې هره ورځ په سلګونو راسه پسونه او افغاني خوسکې ایران او پاکستان ته اړول کیږي او په بدل کې یې هندي زاړه غوایې د پاکستان له لاري افغانستان ته راوړل کیږي.

حاجي باز محمد کوچی په دولت غږ کوي چې د لارو په اوږدو کې د ناقانونه اخاذیو مخه ونیسي او په دې کار سره به د څارویو په بیو کې هم ټیټوالی راسي او که چیرته حالاتو همداسي دوام ومومي اوسنۍ ستونزي په همداسي پر ځای پاتي وي.

میرویس جلالزی

کتونکی:عبدالباري حکيم