د اتومي انرژۍ د ادارې چارواکي بیا ایران ته تللي دي
۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبهاعلان
په روان کال کې دا دوهم وار دئ چې د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې چارواکي ایران ته سفر کوي. د دغې ادارې مشر هیرمن ناکایرتس، وویل چې دی هیله لري چې په دغه سفر کې به مشخصو پایلو ته ورسیږي.
په دغه سفر کې به تر ټولو مخکې د ایران د اتومي پروګرام د پوځي اهدافو په اړه خبري اتري تر سره سي. هیرمن ناکایرتس وویل چې همدارنګه به د نورو لاجوابو پوښتنو په هکله هم بحثونه وسي.
تېره اونۍ ایران اروپایي ټولنې ته خبر ورکړ چې دغه هیواد دې ته چمتو دئ چې د خپل اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې د سره پیل کړي.