د آخن د سولې جايزه د کوچنيانو ټولنو ته ورکړل شوه
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۸, سهشنبهاعلان
د ډالۍ ورکونې علت دا دی چې په آخن کې مېشت د »پينوکيو« په نامه سرکس يا د کوچنيانو ننداره له بېلابېلو هېوادونو لکه پخوانۍ يوگوسلاويې، روسيې او ايرلنډ څخه وگړو ته د گډ ژوند کولو، زغم او تفاهم لارې چارې راپه گوته کوي. د ماشومانو مېشتغالی «خوسې د اپارتادو» د نورو پنځوسو کليو سره يو ځای په کلمبيا کې جايزه تر لاسه کړه. د آخن د سولې جايزه له 1988 م کال راهيسې هغه چا ته ورکول کېږي چې د سولې او د ولسونو تر منځ د تفاهم دپاره هڅې کوي. دغه جايزه له زرو يورو سره تړلې ده او د جنگ په ضد په نړيواله ورځ، يعنې د سپتامبر لومړۍ نېټه گټونکو ته ورکول کېږي.