1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه پاکستاني وروڼه د القاعدې سره د تړاو په تور محکمه کيږي

۱۳۸۹ دی ۷, سه‌شنبه

د فرانس پرس خبري آژانس د يوې عربي ورځپاني په حواله له ابوظبي څخه په خپل رپوټ کي وايي چي په متحده اماراتو کي پر دوو نيول سوو پاکستانيانو باندي تور لګيدلی چي په وزيرستان کي له زور پالونکي سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/Qkie
د يوې نړيوالي محاکمې جريان
د يوې نړيوالي محاکمې جريانانځور: AP

د هغوی پر ضد په دعوا کي ويل سوي چي ګواکي هغوی د خپل نوموړي هدف لپاره يو « جهادي سازمان » جوړ کړی او له دې لاري د القاعدې ترهګري شبکي سره مرسته کوله.

د نشنل په نامه ورځپاني په خپل رپوټ کي ويلي دي چي په هغو دوسيو کي چي محکمي ته وړاندي سوي تورنو کسانو دواړو په خپل اعترافونو کي ويلي دي چي «له جهادي شبکو» سره يې اړيکي درلودلي.

رپوټ پرته له دي چي زيات جزيات بربند کړي وايي چي هغوی« د القاعدې له لوړ پوړو کسانو سره د تړاو خبري هم کړي دي.»

د ورځپاني په رپوټ کي د تورن کسانو هويت بربڼد سوي نه دی، خو دومره ويل سوي چي يو يي 49 کلن پروجکت – منيجر او بل يي 43 کلن مارکيتنګ منيجر دي چي په 2008 کال کي متحده اماراتو ته داخل سوي دي.

د ورځپاڼي په رپوټ کي راغلي دي چي هغوی د پاکستان د استخباراتي ادارې د معلوماتو په اساس چي د متحده اماراتو د امينتي چارواکو په اختيار کي ايښودل سوي ؤ، د اپريل په مياشت کي ونيول سول.

خو هغوی محکمي ته د دوشنبې د ورځي د پوښتنو په ځواب کي ويلي دي چي له « القاعدي سره د تړاو اعترافات له دوی څخه په زور اخيستل سوی دی.»

څارنوال ادعا لري چي لومړي تورن(AkW) په پاکستان کي «اسلام پال زور پالونکو» ته « دوه لپتاپ کمپيوترونه، دوه تليسکوپونه، دوه لاس چراغونه، دوه سويسي چاکوګان او يوه خيمه» او ځيني نور داسي توکي استولي دي.

ويل سوي دي چي دغه مواد د وزيرستان سيمي ته چي د افغانستان په ګاوڼديتوب کي پرته ده استول سوي.

د متحده اماراتو قضايي پلټوونکو وويل چي هغوی د AkW (د تورن د نوم مخفف) په کامپيوتر کي يو ليک وموند چي مصطفي ابو اليزيد ته استول سوی دی، دغه سړي د القاعدې دريم سړی معرفي سوی چي يو وخت د بن لادن د خزاني د چارو مسووليت يي په غاړه درلود.

ويل سوي د چي مصطفي ابو اليزيد بيا وروسته د 2010 کال د مي په مياشت کي د امريکايي بي پيلوته الوتکي په يوي حملي کي ووژل سو.

نشنل نومې ورځپاڼه د خپل رپوټ په دوام کي يادونه کوي: خو AkW د محکمې ادعا رد کړې او ويلي يې دي چي هغه «دغه توکي په ښه مقصد» کړي دي.

ورځپاڼي د تورن ورونو د لومړي له خولي په خپل رپوټ کي وويل چي هغه محکمي ته وويل: « دغه توکي نوموړي خد پل يو تره زوي ته چي روغتيايي خدماتو کي بوخت استولي او هغه په لاهور کي د ټولنيزو خدماتو د يواسلامي تنظيم لپاره کار کوي.»

خو د عربي متحده اماراتو څارنوالي وايي چي د تورونو ورونو لومړی يې له ابو ليزيد سره له مړيني مخکي په تماس کي ؤ»

د ورځپاڼي په رپوټ کي راغلي دي چي د تورن کسانو د مدافع وکيلانو د غوښتني له مخه د هغوی په هکله قضايي فيصله ځڼدول» سوې ده.

بلخه خوا د سې شنبې په ورځ پر شمالي وزيرستان باندي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په دوو جلا بريدونو کي 15 کسان وژل سوي دي.

له ميرانشاه څخه د فرانس پرس په رپوټ کي راغلي چي د پاکستان د شمالي وزيرستان د علا خان کلي پر دوو حويليو باندي د امريکايي بې پيلوټه الوتکي په لومړي بريد کي 5 ياغيان وژل سوي.

په رپوټ کي زياته سوې چي په بله حمله کي چي له سيمي څخه يوازي څو دقيقي ليري ده د نواب پر کلي باندي حملې سره 10 کسان وژل سوي دي.

ويل کيږي چي شمالي وزيرستان د هغو زور پالونکي د هډو ټاټوبي دی چي د پاکستان په دننه او په ګاوندي هيواد افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو پر ضد په بريدونو لاس پوري کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل