دوه مليونه حجيان د عرفات غونډۍ ته ختلي
۱۳۸۹ آبان ۲۴, دوشنبهد دغو مراسمو لپاره پرون حجيان د سعودي عربستان پر وخت د ماذيګر او ماښام په شا و خوا کي له مکي معظمې څخه د مينا په لور او د شپې له تيريدو څخه وروسته د عرفات پر لور وخوځيدل.
د سعودي د کورنيو چارو وزير شهزاده نييف بن عبدالعزيز پرون وويل چي يوازي د سعودي عربستان او د خليج له نورو هيوادونو څخه 200 زره مسلمانان د حج د مراسمود اداء کولو لپآره مکي معظمي ته رسيدلي دي.
د نړۍ له نورو برخو څخه 1.8 مليون مسلمانان د حج په سږني مراسمو کي ګډون لري. سر بيره پردې په لس ګونو زره نور چي د سعودي چارواکو له خوا د حج وېزې يې ترلاسه نه کړي، د ځمکي له لاري په غير قانوني توګه سعودي عربستان ته داخل سوي دي تر څو د حج په مراسمو کي ګډون وکړي.
د لمر له ختو سره په عرفات کي د جبل الرحمه غونډۍ له حجيانو چي سپين احرامونه تړلي دي، ډکه سوه او داسي يو انځور ښکاره کوي لکه ټوله غونډي چي تکه سپينه سوې وي.
د افغان چارواکو د وينا له مخه له افغانستان څخه سږ کال څه د پاسه 35 زره مسلمانان د حج د مراسمو د اداء کولو لپاره مکې معظمي ته تلل دي.
د عرفات څخه يو افغان حاجي، الله محمد چي د غزني ولايت څخه دی د تيلفون پر کرښه د آلمان ږغ راډيو ته وويل چي دی د حج په مراسمو کي د نيول سوو ترتيباتو څخه راضی دی.
هغه وويل:« هري خواته ټنيګ امنيتي اقدامات نيول سوي دي. د عرفات د غونډي پر سر څرخي الوتکي امنيت ساتي. له مکي معظمي، مينا او بيا عرفات ته د حاجيانو د ليږدوني لپاره ترانسپورتي آسانتياوي برابري سوي دي.»
د عرفات له مراسمو څخه وروسته حاجيان بيرته د مينا په لور حرکت کوي، خو شپه د مينا په ګاونډيتوب په مزدليفه کي تيروي.
مزدليفه يو ستره بيديا ده چي هري خواته شګي پرتې دي او حاجيان دلته د جمراتو يا د «شيطان وهلو» لپاره شگي ټولوي.
سباته ( سه شنبه) حاجيان مينا ته ستنيږي او هلته د «شيطان وهلو» سمبوليک مراسم پيل کيږي او بيا د حضرت ابراهيم (ع) د رسم د يادون په توګه يو څاروی قربانوي.
د حج په پاته درو ورځو کي بياهم د شيطان وهلو مراسم دوام پيدا کوي او ترهغه وروسته ټول حاجيان بيرته مکې ته ستنيږي چي د کعبې شريفي څخه د طواف وروستي مراسم پر ځای کوي.
تر اوسه پوري د کومي خاصي پيښي رپوټ نه دی ورکړل سوی. په تير کلونو کي د ډير ازدحام او ګډوديو له امله په مينا کي د شيطان وهلو په مراسمو کي مرګ ژوبلي رامنځ ته سوي وې.
سعودي چاروکي وايي چي دوی اوس په دې اړه لازم ترتيبات نيولي دي ترڅو د تيرکلونو پيښي بيا تکرار نه سي.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل