دماليزيا ستري محکمې د عيسوي ورځپاڼي د خپريدو اجازه ورکړه
۱۳۸۸ دی ۱۴, دوشنبهقاض القضات لاو بي لان Lau Bee Lan ويلي دي، الله يوازي د هغي اسلامي څانگې انحصار نه دئ، چې دا کار يې منع کړی دی . په دې حکم سره د اونيزې هرالډ د خپرونې منع کېدل هم له منځه يووړل شوه . د نوموړي خپروني مسئول مدير پتر لاوارنس اندريو د محکمې له فتوا وروسته ډېر زيات خوشحاله وو، او ويې ويل:
(زه ددغي پرېکړه څخه ډېر زيات خوښ يم . محکمې زموږ په اساسي قانون کې ورکړل شوي د خلکو حقونه تصديق کړل . تر دې وروسته به يوه ماليريا موجوده وي ،او هر څوک به د الله کلمه په کار يووړی شي، کومه چې دکالونو کالونو راهيسې زموږ په فرهنگ کې ځای لري او زموږ د کلتور يوه برخه گرزېدلې ده.)
د نوي کال په مذهبي لمانځنه کې د جنورۍ په لومړۍ ورځ دا خوشحالوونکی خبر ورکړل شو.
مگر سره له دې ،قانوني شخړه لا يوه خوا شوې نه ده. دا اټکل کيږي، چې حکومت به د ستري محکمې د پرېکړي پرضد مرافعه غواړي . اسلامي ادارې د دې کلمې د منع کولو دليل دا ياد کړی چې : په يوې عيسوي ورځپاڼه کې د الله د کلمې موجوديت به مسلمانان له شک سره مخامخ کوي . نو هغه دي چې بيا به مسلمانان دا اونيزه هېڅ نه لولي .
د کاتوليک مذهبو اونيزې هيرالډ د چاپ شمېر14000 ټوکه دئ، چې د ټول هېواد مسيحي کليساوو ته ويشل کيږي . د دې گڼې پلورنه د پتر اندريو له نظره يو خاص دليل لري او هغه دا چې بيا به ورته د عيسويت خپرونې په سترگه کتل کيږي.
(پطر اندريو څرگندوي، ولو که موږ په ټول هېواد کې د هغه د خپرولو اجازه لرو، خو پرېکړه مو کړې چې له کليساگانو دباندي به يې پر چا نه پلورو. او دا ځکه چې د ماليزيا د قانون له مخې اجازه نسته، مسيحي خپروني مسلمانانو ته ورکړل شي . دا کار به لکه چې مخکې وويل شول، د مسيحيت خپرولو معنی ولري . موږ دا خپرونه يواځي په خپلو کليساوو کی د ننه خرڅوو. خو که د کوم بل دين او عقيدې خاوند وغواړي چې ويې لري، په هغه صورت کې ورسره کوم مخالفت نه لرو.)
په ماليزيا کې د اساسي قانون له مخې مذهبي آزادي سته ،او د ډول ډول مذهبونو څښتنان ټول برابر حقونه سره لري . خو اسلام د اکثريت او رسمي دين دئ . له ټولو 26مليونو ماليزيايانو څخه په سلو کې 60 برخې مسلمانان دي . څه ناڅه 8,5لکه کسان کاتوليک مذهبه عيسويان دي .
د ستريمحکمې د پرېکړې په مقابل کي گڼ شمېر اسلامي ډلو د اعتراض غږ پورته کړی دی . يو د قضايي چارو ښوونکی شاد سالم فاروقي د عيسويانو لخوا د الله د کلمې په استعمال کې يوه لانجه ويني او څرگندوي، چې سړی کولی شي د هغه پر ځای له ماليزيايي ژبې څخه بله کلمه راوړي .
شاد په ډاگه کوي : (د الله کلمه زموړ د ژبي کلمه نه ده . دا د قرآن کريم کلمه ده او له سوونو کالونو راهېسي ورسره اړوند لري . په ماليزيايي ژبه کې د دې کلمې معادل د توهان يا ديوا کلمې دي . نو په دې کې کوم مشکل نسته، چې دا کلمې استعمال کړو. الله تل د اسلام په اړوند راوړل کيږي .)
ُمش باروفسکي/ عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري