دفاع وزارت: د کندهار عمليات مخ پر ختمېدو دي
۱۳۸۹ آبان ۵, چهارشنبهد افغانستان جنوب د تاوتريخوالي څخه ډکه سيمه ده. په زرګونو بهرنيو او افغان ځواکونو د همکارۍ په نوم پوځي عمليات پيل کړي، ترڅو په دغه سيمه کي د طالبانو پټځايونه تر خپل کنترول لاندي راولي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند، جنرال محمد ظاهر عظيمي، د چهارشنبې په ورځ وويل چي دغه عمليات به د راتلونکو څو اونيو په ترڅ کي پای ته ورسيږي.
عظيمي نن په یوه خبري غونډه کي وويل چي د کندهار عمليات په خپلو ورستيو پړاونو کي دي. هغه دغه راز زياته کړه چي د دولت ډير شمېر مخاليفيونو ډيري سيمي د مقاومت پرته پرېيښي دي.
نوموړي وويل: دښمن په ډيرو ځايونو کي جګر ونکړه. موږ د ماينونو په پاکولو بوخت وو.
هغه ددې پوښتني په جواب کي چي آيا طالبانو په دغه سيمه کي ماته خوړلې او که نه؟ وويل: کله چي يوه سيمه د دښمن له شتون څخه پاکه سي، دا په دې معني ده چي دښمن ماته خوړلې ده.
هغه وويل چي د دغو عمليات يو پوره راپور به د عمليات په پای کي خپور سي. هغه زياته کړه چي په ورستني راپور کي به د وژل شيو کسانو شمير او نور جزيات راشي.
په همدې حال کي، تيره مياشت طالبانو په خپلي انټرنيتي پاڼي کي ليکلي وه چي د افغانستان په جنوب کي د افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات د دوی پر فعاليتونو ډيره اغيزه نه ده اچولي.
اوس مهال د طالبانو فعاليتونه تر بل هر وخت خونړي سوي دي. دوی يوازي سږکال 603 بهرني پوځيان وژلي دي او په زرګونو ملکي افغانان هم د دوی په حملو کي خپل ژوندونه له لاسه ورکړی دی.
اوس مهال په افغانستان کي، د 150000 څخه ډير بهرني پوځيان ميشت دي ترڅو په دغه هيواد کي سوله راولي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل