دعراق دجګړې پنځه کلن بيلانس د امريکايانو دپاره ډير تريخ ښکاري
۱۳۸۶ اسفند ۲۸, سهشنبهاعلان
د Weekly Standadard په نامه پاڼه چي دنوي محافظکارانو يوه پاڼه ده هم د بوش دکار دوره يي یوه ناکامه دوره بللې. دغه ټوله مساله او ماته دعراق په جګړې پوري تړلې ده. که څه هم د امريکا دمتحده ايالتونو دجمهوري رياست مرستيال ډيک چيني په عراق کي د زور زياتيو دکمېدلو څخه خبري کوي او پخپله جورج ډبيلو بوش وای چي عراق د ډيموکراسۍ او ثبات په لور ګامونه اخلي خو اصلي خبره دا ده چي دعراق دخونړيو پيښو پای لا ندی څرګند. د امريکا دمتحده ايالتونو دجمهوري رياست دپاره د دغه هيواد د ډيموکرات دګوند کانديدان وايي چي دوی به دعراق جګړه پای ته ورسوي خو دا چي دغي موخي ته به څنګه دوی ورسيږي پخپله يوه ډيره پېچلې پوښتنه ده.
د ډيرو کارپوهانو په عقيده دعراق جګړه د بوش دزمانې هغه ميراث بلل کيږي چي تر ډيري مودې پوري به د امريکايانو دپاره ډير سرخوږی او لانجې رامينځ ته کړ.