دشينګن زون ته د رومانيې او بلغاريې د ورشامليدو سره مخالفت
۱۳۸۹ دی ۴, شنبهدرومانيې او بلغاريې دپاره هم د راتلونکي کال د مارچ څخه .
خو دغو هيوادو د اروپايې ټولني عالي کميسارۍ ته د جرمني او فرانسې دداخله وزيرانو د هغه خط څخه مايوسي ښکاره کړېده ، چي د شينګن زون ته يې د هغو د ورشامليدو نيټه تر پوښتني لاندي راوستلې ده .
د رومانيې جمهوررييس باسيسکو ډير عصابنيت ښکاره کړی دی ، اووايي ،
« دواړه داخله وزيران د رومانيې او د هغو د خلګو سره تعصب کوي ، ځکه چي په عين وخت کښي اروپايې ټولني ته د ورشامليدو سره سم، موږ ددې حق څخه استفاده کړې ده ، چه د شينګن د تړون سره يو ځای سو . »
داچي دا خبره کاملأسمه نده ،شايد باسيسکو پخپله پوهيږي ، خو دی د جرمني اوفرانسې پر حکومتو تور لګوي ، چي دوه مخي چلند کوي .
«د شينګن زون ته ورشامليدل يوازي د تخنيکي شرايطو په پوره کولو پوري مربوطه ده ، او د اروپايې ټولني ګرده رپوټونه ښکاره کوي ، چه رومانيې دغه شرايط پوره کړي دي . حتی آخري رپوټ چي د همدا ډسامبر په مياشت کښي خپور سو . »
خو د جرمني په داخله وزارت کښي هغه ته په بل ډول سره کتل کيږي ، او د فرانسې په داخله وزارت کښي هم . ددغو وزارتو څخه ويل کيږي ، چي په عدلي برخه کښي نواقص او همدارنګه اختلاس او جنايي بانډونه کولای سي دشينګن زون ته د رومانيې او بلغاريې د ورشامليدو په صورت کښي د اروپايې ټولني داخلي امنيت ته ډير درانه تاوانونه ورسوي ، او خراب عواقب ورته پيښ کي .
ددې خاطره شينګن ته د ورشامليدو تصميم هغه وخت نيول کيدلای سي ، چه په دغه برخه کښي ښکاره او دوامداره پرمختګونه رامنځته سي .
د رومانيې جمهوررييس ددې څخه انکار نه کوي ، چه په خط کښي موجودو ټکو او عيبو ته ګوته نيول سوې ده ، خو د شينګن زون ته د ورشامليدو سره بايدهغه ونه تړل سي .
دبخارست برعکس بيا د صوفيې څخه د شينګن زون ته د ورشامليدو په اړه ډير عکس العملونه ندي ښکاره سوي .
د بلغاريې داخله وزير سويتان سويتانوف وايي ، چه که څه هم بلغاريه به په مارچ کښي د تړون سره د يو ځای کيدو پر موضوع باندي پاته سي ، خو حاضره ده د اروپايې ټولني د مربوطه مسؤلينو سره د ټولو جنجالي موضوعګانو پرسر خبري هم وکي .
دی وايي ،
«هغه څه چه موږ په اخبار کښي ويلي دي ، زموږ پروګرام ته تغير نه ورکوي . موږ غواړو تر مارچ پوري ټولو تخنيکي مسايلو ته تياری ونيسو . »
د جنورۍ په سر کښي به د اروپايې ټولني کارپوهان شينګن ته د رومانيې او بلغاريې د ورشامليدو د پرمختګو په باب نظر ورکي .
يورګ پاس/ محمد قاسم نوري
کتونکی : احمد ولی اڅکزی