دسریلانکا پوځ د تامیلی یاغیانو ډير رهبران وژلي دي
۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۸, دوشنبهتاميلي ياغيان ودوی ته د نژدې انترنيټ پاڼي Tamil Net د لاري خپل خبرونه نشروي . هلته څو ساعته مخکي په يوه خبر کي راغلي وه ،داچه د حکومتي بمباريو له کبله ملکي تاميليان وژل کيږي ،او د لوږي او ناجوړيو سره مخامخ دي ،نو دوی خپلي وسلې پر مځکه ايږدي . خو اوس بيا دغي خبري تغير خوړلی دی ،او نور د ماتي او وسله والي مبارزې د ختمولو خبره په مستقيم ډول نه کيږي .
اوس بيا د تاميلي ياغيانويو قوماندان ځان د حکومتي جنرال د خبرو سره مصروفوي .
دی نه د مطلق ماتي څخه خبري کوي ،او نه هم داچه وسله واله مبارزه يې پرې ايښې ده . ددې برعکس دی د سره صليب پر بين ا لمللي کميټې باندي حمله کوي .اووايي چه دغه سازمان دجنګ په ساحه کښي کتل چه انسانان په ډله ايز ډول وژل کيږي ،خو بيا يې هم کومک نه کاوه .
دوی نړيوالي ټولني ته پيغور ورکوي چه ګواکي غوښتل يې دوی ماته وخوري ،او د تاميلي ولس حيثيت او ژوند يې ونه ژغورۍ .
ياغيانو پدې ډول د سريلانکا د جمهوررييس ماهيندرا راجا پاکسه دهغه خبري په مقابل کي خپل مقابل پروپاګنډ کوي ،چه په شنبه يې لا پر تاميلي ياغيانو باندي د بري اعلان کړی ؤ .
ده ويلي وه ، «ډير خلګ پدې باور ندي،چه پر تاميلي ياغيانو د نظامي لحاظه غلبه حاصليدای سي . خو زه په افتخار سره وايم چه زما حکومت د نظامي داسي انساني عملياتو د لاري چه مثال يې ندی ليدل سوی ، د تاميلي ياغيانو سازمان بلاخره د نظامي لاري سرکوبه کۍ . زه د يو داسي ځای څخه راځم چه د تاميلي ياغيانو د وحشيانه اعمالو د لاسه کاملأ آزاد سوی دی . دغه آزادي درې لسيزي وروسته حاصليږي . زما حکومت او ښه په انساني ډول تنظيم سوي پوځ ددې غم وخوړۍ ،چه موږ تقريبأ ټولو هغو ملکيانو ته نجات ورکو، چه د تاميلي ياغيانولخوا د سپر په حيث استعمال سوي وه . »
د سريلانکا د پوځ په حواله دوی د تاميلي ياغيانود سازمان ډير رهبران او مشران وژلي دي ،چه په هغو کښي ددوی لوی مشر، ويلو پيلا پاپا کَرن هم شامل دی . په کولمبو کي ددفاع وزارت اعلان وکۍ ،چه دی نن د تښتي پر وخت وويشتل سو . په وژل سوو کسانو کي ددغه سازمان د سياسي بخش رهبر بالاسيګام ، دهغه وياند ، يو بل نظامي رهبر او د پاپا کَرن زوي هم شامل دي .
خو دغه ټول ارقام د بې طرفو اشخاصو او ژورنالسټانو لخوا لا ندي تاييد سوي ،ځکه چه حکومت ژورنالسټانو او مرستندويه ټولنو ته دجنګ ساحې ته دورتګ اجازه نه ورکوي .
پدې ډول تاميلي ياغيان پسله 26 کلو کورني جنګ څخه په يکشنبه خپلي وسلې پر مځکه کښيښولې . د سريلانکا جمهوررييس ماهيندرا راجا پاکسه به سبا د سه شنبه په ورځ د پارلمان په خپله بيانيه کښي اعلان وکي ،چه د تاميلي ياغيانو په مقابل کي جنګ ختم سوی دی .
ددغه داخلي جنګ په جريان کښي چه په 1983 کال کي شروع سوی ؤ ،تر اوسه پوري 70000 انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی ، او د وروستي جنګ له کبله 250 زره انسانان بې کوره سوي ،او تيښتي ته مجبوره سوي دي .
پيترسمن/
کتونکي : محمد قاسم نوري