دجمهوري رياست دکانديدانو د امنيت له کبله انديښنه
۱۳۸۸ تیر ۲۴, چهارشنبهپه غونډه کښي چه د شورا د 23 تنو غړو په ګډون جوړه سوې وه، کانديدانو د انتخاباتي سياليو د امنيت ،د نړيوالي ټولني څخه د انتخاباتي جريان څارنه او د يوه واحد کانديد د وړاندي كولو په هكله خبري وكړې . د خبرو نتيجې وروسته د يوه خبري كنفرانس په ترڅ کښي اعلان سوې .
د جمهوري رياست دکانديدانو دګډو هڅو د شوراد نوبتي رييس هدايت امين ارسلا لمړي مرستيال محمد اسماعيل قاسميار خبريالانو ته وويل چه دوى په انتخاباتي سياليو کښي د سرغړونو څخه انديښنه لري .
ده وويل چي « لا تر اوسه هم د انتخاباتي سياليو په برخه كې ډيري سرغړوني وجود لري چي د كمپاين او د انتخاباتو عادلانه بهير تر پوښتني لاندې راولي ،او هغه فساد چي په دې برخه کښي د باد راوړو پيسو دموجوديت له امله رامنځ ته سوى دی ،هغه سوالونه دي چې د عادلانه ، دموكراتيكو او رڼو انتخاباتو دايريدل يې د پوښتنو سره مخامخ كړي دي . »
ده وويل چي « د ځينو کانديدانو د كمپاين ډلي په ولايتونو كې د زورواكو او سيمه ايزو وسله والو ډلو لخواد سختو ګواښونو سره مخامخ كيږي . تاسې پوهيږئ چې دولت د اساسي قانون د پنځمي مادې له مخي د امنيت د راوستلو مسؤليت لري ،خو په خواشينۍ سره بايد وويل سي چه دولت دغه وظيفه تر اوسه پوري سمه نده تر سره كړې . د کانديدانو د كمپاين ډلي كله چې ولايتونو ته ځي د وسله والو ډلو له تهديدونو سره مخامخ كيږي . مثلأد هدايت امين ارسلا د كمپاين ډله د تخار په ولايت کښي د وسله والو تر بريد لاندي راغله او دوه تنه پكښې ټپيان سول . د انتخاباتي كمپاين د امنيت په برخه كي د کانديدانو د ګډو هڅو د شورا غړي ډيره انديښنه لري . »
قاسميار د اروپا د اتحاديې له هغه 67 كسيز پلاوي څخه خوښي څرګنده كړه چه د انتخاباتو د څارني په مقصدافغانستان ته راغلي دي . ده زياته كړه چه : «موږ د اروپا د اتحاديې له هغه رااستول سوي پلاوي څخه ملاتړكوو چي د انتخاباتو د څارني په هدف افغانستان ته راغلي، او موږ د نړيوالي ټولني څخه غواړو چه د هغوی تعداد ډيركړي ،تر څو ټولو کانديدانو ته دا ډاډ ورپه برخه سي چه په انتخاباتو کښي درغلۍ او لاس وهني نه كيږي .»
د خبري كنفرانس په پاى كي د نوموړې شورا د وياند بشير بيژن لخوا هغه پيام ولوستل سو چي د 23 کانديدانو لخوا لاسليك سوى ؤ . په پيام كې د افغانستان له خلكو څخه غوښتنه سوې ده تر څو ظالمان اوقاتلان وپيژني او هغوى ته رايه ورنكړي .
د پيام په يوه برخه کښي داسي راغلي دي : انتخابات د افغانستان د خلكو دپاره يو ډير ښه حقوقي ، سياسي او ټولنيز فرصت دى، تر څو د هغو كسانو سره چې دافغانستان د نجيب ملت سره يې ظلمونه كړي او د هيواد دکوچنيانو ، زړو او ځوانانو په بې رحمانه وژنو کښي يې لاس درلودۍ، او هم د هغو كسانو سره چه د زور او قدرت د لاري بډايان سوي دي اواوس غواړي د خلكو رايي په پيسو رانيسي ،هغو ته رايي ورنکړي او ورسره حساب تصفيه كړي .
د جمهوري رياست دکانديدانو د ګډو هڅو غونډي پر دې هم خبري وكړې چي دوى به په نژدې راتلونكي کښي ديوه واحد كانديدپه وړاندي كولو کښي سره يو سي . د قاسميار په وينا تر اوسه پوري دغه بهير ښه پرمخ تللى دی، او يوازې يو تن د دغي نظريې مخالفت كوي . د شورا نورو غړو د واحد کانديد د وړاندي كولو طرحه منلې ده .
برى پال
کتونکی : محمد قاسم نوري