خوستيان: خپلسري عمليات به د دولت او ولس تر منځ واټن نور هم زيات کړي
۱۳۸۹ اسفند ۱۶, دوشنبهد خوست د ګربزو ولسوالۍ قومي مشرانو د يوي غونډي په جوړولو سره د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو عملياتو څخه انديښني څرګندکړې او پر افغان دولت ږغ کړی، چي له دې وروسته دي د شپي پرمهال ټول عمليات د سيمي د ولسوال او قومي مشرانو سره په سلا کي ترسره کيږي.
د هغوی په خبره که داسي ونه سي ، نو د دولت او ولس ترمنح شته واټن به نور هم پراخ سي.
د سيمي يو قومي مشر حاجي ګلا مت خان وويل، چي خپلسري عمليات د عامو خلکو لپاره ستر سرخوږى دى او موږ يې په کلکه غندو.
د غونډي يوه بل ويناوال قومي مشر څارنوال مستميرخان وويل ، چي د شپې له مخه عمليات دي ، په پوره احتياط له افغان ځواکونو سره په ګډه ترسره سي او که خپلسرى همداسي دوام ومومي ، نو د ولس او دولت ترمنځ به واټن نور هم زيات شي.
بله خوا د خوست والي عبدالجبار نعيمي چي ګربزو ولسوالۍ ته سفر کړى وو، له خلکو څخه وغوښتل ، چي ملي ګټو ته ژمن سي او په سيمه کي د هغه چا مخه ونيسي، چي د عامه ګټو په زيان وي او يا هم نور ورانکار فعاليتون کوي.
« ستاسو په سيمه کي د امن په راتګ سره به هيڅکله افغان او بهرني ځواکونه د چا په کورعمليات ترسره نه کړي.»
دا پداسي حال کي ده ، چي څو اوونۍ وړاندي د خوست د باک ولسوالۍ اوسيدونکو هم په خپله سيمه کي د يوي غونډي په جوړولو سره د شپي له مخه د بهرني ځوا کونو خپلسري عمليات په کله غندلي وو.
ګربز د خوست يوه له هغه سرحدي ولسواليو څخه ده ، چي د ګاونډي هيواد پاکستان له نا امنه سيمي شمالي وزيرستان سره ګډه پوله لري او امنيتي وضيعت يي هم د يو شمير نورو سيمو په پرتله تسبتاً ښه دى.
خو د سيمي اوسيدونکي غوښتنه کوي ، چي افغان دولت دي ورته په سيمه کي د بيارغاوني کارونه هم ترسره کړي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل