جنوبي کورياد شمال پر تحريکاتو سربيره د وضع د عادي کيدو هيله لري
۱۳۸۹ آذر ۶, شنبهاو تحريکاتو ته دوام ورکوي ،
د جنوبي کوريا د Dong A Ilbo- په نامه دريمي غټي ورځپاڼي پخپله ننی پاڼه کښي د عاجلو ټولپوښتنو نتايج خپاره کړل ، چه د هغه پر اساس 40 فيصده پوښتل سوي جنوبي کوريايان د شمالي کوريا د تحريکاتو پر ضد د واضح نظامي عکس العمل طرفاداري کړې ده .
33 فيصدو بيا برعکس ټينګار کړی دی ، چه د تاوتريخوالي مخنيوی کيدلای سي ، او 16 فيصدو د شمالي کوريا سره په اقتصادي – سياسي سطح د روابطو د بيرته عادي کيدو طرفداري کړېده .
.
په دغو ټولپوښتنو کښي د جنګ څخه بيره نه احساسيږي ، خو تر هغه وروسته چه د شمالي کوريا د راکټانو په فيرونو کښي تيره سه شنبه دوه ملکي کسان او دوه عسکر ووژل سول ، په سيؤل کښي په پرله پسې ډول سره مظاهرې رواني دي . يو مظاهره کونکی وايي ،
«دا په ښکاره ډول يوه مداخله ، او زموږ د هيواد پر مځکني تماميت تيری ؤ. خو زموږ حکومت شمالي کوريا ته د هغه له کبله جزأ نده ورکړې . ځکه نو موږ ځانونه ډاډه نه احساسوو . څنګه کولای سي داسي يو جمهوررييس زموږ د ژوند سرنوشت تعين کي . »
خو ډير جنوبي کوريايان تر دغي لمړنۍ ضربې وروسته خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي ، او هيله لري ، چه حالت به بيرته ژر عادي سي .
د شمالي کوريا رژيم بيابرعکس د جمعې په ورځ د خپلو راډيوګانو د خوا داسي اعلان وکی ،
« د شمالي او جنوبي کورياوو تر منځ مناسبات د جنګ سرحد ته رسيدلي دي . که جنوب د شمال پر تماميت او استقلال باندي تيری وکي ، بيا نو پوځ دې ته تيار دی ، چه بيا هم بمبارۍ وکی ، او دښمن په هوا کښي کاملأ نابود کي .
»
خو دغه رواني جنګ او اخطارونه معلوم دي . په جنوبي کوريا او جاپان کښي هيڅ يو کارپوه پدې عقيده ندی ، چه شمالي کوريا يو واقعي جنګ شروع کول غواړي . زيادتره خبره په دې کښي ده ، چه کيم يونګ ايل او دده زوی او ځای ناستی کيم يونګ اُن غواړي خپل ولس ته ورښکاره کي ، چه شمال څونه قدرت لري . ځکه نو پروفيسر شونجي هيرايوا وايي ، چه دا يو هدفمند تحريک ؤ ، او نه د جنګ شروع .
«د شمالي کوريا د جنګ د ساحې څخه ددواړو کيمانو دليدني هدف داؤ، چه خپلو خلګو او بين امللي ټولني ته وروښيي، چه د کيم يونګ اُو قدرت ټينګ ، او پوځ يې تر کنټرول لاندي دی . »
د بلي خوا به جنوبي کوريا د امريکا د متحده ايالاتو سره په ګډه د سبا څخه تر چارشنبې پوري د ژيړي بحيرې د شخړه ايز سرحد څخه 180 کيلومتره ليري ،نظامي تطبيقات شروع کي .
پدې ډول جنوبي کوريا د يوې خواغواړي ، پيونګ يانګ دغو مانوروته د مستقيمو تحريکاتوپه سترګه ونه ګوري ، او د بلي خوا ددواړو خواوو ګډو عملياتو ته د بيرولو د يوه واضح زيګنال په سترګه وکتل سي .
چين چه د شمالي کوريانژدې متحد دی ، دغه تطبيقات رد کړي دي ، او ددواړو خواووڅخه يې د نرمش غوښتنه کړې ده .
پيتر/ محمد قاسم نوري
کتونکی : احمد ولي اڅکزی