جنرال پيترايس: په قرغزستان کي سياسي ګډوډي افغانستان ته د امريکايي عسکرو د لېږلو مخه نه نيسي
۱۳۸۹ فروردین ۲۵, چهارشنبهد منځنۍ آسيا لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ ستر قوماندان، جنرال داويد پيترايس وايي، چي په قرغزستان کي سياسي اړو دوړ افغانستان ته د هغو امريکايي عسکرو د رسيدو بهير ورو کړي نه دی، چي د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما د تيرکال د ډسمبر په مياشت کي امر ورکړی.
جنرال پيترايس وويل:« د 30 زرو امريکايي عسکرو څخه چي افغانستان ته د استولو لپاره چمتو سوي دي، 14 زره يې همدا اوس افغانستان ته رسيدلي دي.
وروسته له هغي چي تيره اونۍ په قرغزستان کي د جمهور رييس کورمانبيک باقي ايف تر مشرۍ لاندي حکومت ړنګ سو او له پلازمېني بيشکيک څخه تيښتي ته مجبوره سو، متحده ايالاتو په قرغزستان کي د ماناس نومي هډي له لاري افغانستان ته د خپلو سرتيرو د استولو بهير ودراوه.
ددفاع وزير رابرت ګېټس، چي پرون له جنرال پيترايس سره همسفر ؤ خبريالاتو ته وويل، چي د قرزغستان سياسي ګډوډيو په افغانستان کي د متحده ايالاتو پر پوځي عملياتو باندي اغيزه نه ده کړي.
جنرال پيترايس،چي په افغاسنتان او عراق کي د امريکايي سرتيرو د عملياتو څارنه کوي په واشنګتن کي يوې غونډي ته وويل، چي دی هڅه کوي، چي له پلان سره سم پرته له يو ټولګي د اګست د مياشتي تر پايه پوري ټول هغه امريکايي عسکر افغانستان ته ورسيږي، چي مخکي له دې يې ژمنه سوې ده.
په عين وخت کي د متحده ايالاتو يو لوړ پوړی ډيپلوماټ نن بيشک ته ورسيدی تر څو د قرغزستان د انتقالي مشرانو سره د دغه هيواد دسياسي کړکيچ د له منځه وړلو په هکله خبري وکړي. د هغوي تر منځ د خبرو اترو په اجنداء کي د ماناس د هډي برخه ليک هم شامل دی.
د روسيې جمهور رييس ديمتري ميدوديف، چي حکومت يې د قرغزستان له انتقالي مشرانو سره نژدې اړيکي لري او د منځنۍ آسيا دغه هيواد د شوروي د دورې څخه راوروسته د خپل نفوذ ساحه ګڼي وويل، چي د قرغزستان ګډوډي کيدای سي،چي په يوې کورنۍ جګړې بدله سه او هغه په يو« دوهم افغانستان» بدل سي.
ميدويديف پرون وويل، چي د قرغزستان د راپرځول سوي جمهور رييس باقي يف لپاره غوره ده، چي له نوي مشري سره د مخالفت څخه لاس واخلي. هغه وويل: « دی پوهيږي چي قرغزستان د يوې کورنۍ جګړې له خطر سره مخامخ دی.»
د روسيې جمهور رييس دغه خبري په واشنګټن کي د اټومي وسلو د امينت ساتلو سر مشريزي غونډي په څنه کي د متحده ايالاتو يو تحقيقاتي مرکز ته په وينا کي وکړې.
APE/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل