جنرال اکرام الدین د ځانمرګي بريد څخه روغ رمټ ووتی
۱۳۸۹ مرداد ۱۷, یکشنبهدساحوي زون دپوليسوقوماندانۍ د مرستيال جنرال ضيامحمدي په خبره د يوې مېرمني په شمول ۴تنه پوليس مړه او ۵تنه ټپيان دي.
خو په سيمه کي يوشمېرکسانو چي حادثه يې په سترګوليدلي ويلي دي چي ډيرکسان مړه او ټپيان سوي دی.
د هغوﺉ په خبره د پيښي په ځای کي شاوخوادکانونو اور اخستی يا را نړېدلي دي.
د ځايي روغتونونو مسوولين وايي چي روغتون ته يو شمېر ټپيان ور وړل سوي دي چي پکښي شپږ تنه پوليس دي.
د ساحوي روغتون دعاجلي برخي ډاکټر برکت الله محمدي د المان ږغ راډيو خبريال ته ويلي دي چي د زخميانوروغتيايي حال ښه دی او د غه راز د ګزرې ولسوالۍ د ر وغتون ډاکټرمحمدامان اماني بياويلي دي چي پنځه تنه ټپيان ورته رسيدلي دي ولي په اړه يې نور څه نه دي ويلي.
بله خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د پيښي مسووليت په غاړه اخستی او زياته کړې يې ده چي ۱۲تنه خارجي اوکورني عسکريي وژلي دي.
خو د غرب زون د پوليسوقومانداني وياندعبدالر وف احمدي بيا د طالبانودا ادعارکړې ده او ويلي يې دي چي په پېښه کي ۲تنه مړه او۵تنه ټپيان دي.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: زيارمل