جرمني د افغانستان د بريښنا د پنځو لويو بندونود سروې کار پيلوي
۱۳۸۹ آذر ۱۶, سهشنبهجرمني به په راتلونکي کال کي د افغانستان په شمال او شمال ختيځو برخو کي د پنځو لويو بريښنا بندونو د سروې کار پيل کړي.
جرمني د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته د افغانستان د بيا ودانولو سره د لويو بسپنه ورکونکو هيوادونو د جملې څخه حسابيږي .
پرون په کابل کي د جرمني د سفير روديګر کانيک ، آسيايي پراختيايي بانک او د اوبو او انرژۍ د وزير محمد اسماعيل خان تر منځ د دغو يو شمير بندونو د سروې تړونونه لاسليک سول .
اسماعيل خان د آلمان څخه په دې ستاينه وکړه چي د بريښنا د بندونو په جوړلو کي يې په افغانستان کي ډيره پانګه اچولې ده .
اوس مهال د بدخشان د کشم او شورآبي د بريښنا پر بندونو چي د لس نيم ميګابايټه برق د توليد وړتيا لري، او همدا راز د خان آباد د بريښنا پر بند او د کوکچې سفلی بندونو باندي کارونه روان دي .
د جرمني سفير ښاغلي کانيک وويل چي هيواد به يې په افغانستان کي د بنسټيزو پروژو د جوړولو په برخه کي د افغانستان د حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د آلمان سفير روديګرکانيک:
(( اوس مهال په افغانستان کي د برق دمشکلاتو د هوارولو په برخه کي سيمه ايزي همکارۍ تر ټولو ښه لاره بلل کيږي، د دې تر څنګ موږ د دغه هيواد له خلکو او حکومت سره مرسته کوو چي توليدي منابع يې پر پښو ودرول سي)).
په عين وخت کي د اوبو او بريښنا وزير محمد اسماعيل خان د بريښنا په برخه کي د آلمان هيواد مرستي وستايلي .
نوموړي وويل چي جرمني د افغانستان سره د مهمو مرسته کونکو هيوادونو په قطار کي راځي، چي تر اوسه پوري يې د بريښنا د سيسټمونو او د اوبو د بندونو د سروې او جوړولو په برخه کي په لسګونو مليونه ډالر لګولي دي .
محمد اسماعيل خان:
((جرمني د افغانستان د پنځو بندونو د سروې کار پيل کړی چي هغه بشپړ سي ،نو د جوړلو کارونه به يې پيل سي . جرمني د افغانستان سره د اوبو د بريښنا د توليد په برخه کي ډيره مرسته کړې ده)).
د اوبو او بريښنا دوزير په وينا ، دمګړۍ د نغلو، سړوبي، ماهيپر، درونټې، ګرشک او کجکي د بريښنا بندونو څخه تقريبأ دوه سوه ميګابايټه برق تر لاسه کيږي ،چي ويل کيږي د خلکو يو څه ضرورت پوره کوي .
افغانستان چي دمګړۍ د نړۍ د کمي بريښنا درلودونکو هيوادونو په جمله کي راځي، د سيمي په کچه د بريښنا د توليد لپاره د اوبو کافي زيرمي لري .
خو د پخوانيو داخلي جګړو او اوسنيو نا امنيو له کبله نړيوال پانګوال او حکومت په دغه برخه کي سرمايه ګذارۍ ته زړه نه ښه کوي او لا هم د افغانستان د ضرورت وړ ډيره بريښنا له ګاونډيو شمالي ملکونو را وارديږي .
په شمال کي تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان او په لويديځ کي ايران هغه ملکونه دي چي دمګړۍ ورڅخه په سلګونو ميګابايټه بريښنا ملک ته را وارديږي .
ميرويس جلال زی
کتونکی : محمد قاسم نوري