جرمني بيا د يوروگوای څخه دريم مقام وگټی
۱۳۸۹ تیر ۲۰, یکشنبهد جنوبي افريقا د پورت اليزابت په سټوډيم کښي د 42000 تماشاچيانو په مخکي جرمني يوروگوای ته د انتظار سره سم ماته ورکړه، او بيا يې هم د2006 کال په ډول د فټبال په نړيواله اتلولۍ کښي دريم مقام وگټی .
د دريم مقام گټل د جرمني دپاره ډير ارزښت درلودی ، خصوصأ چه د جرمني ټيم پخپل هيواد کښي ډير نوم گټلی ؤ ، او فټبال يې ډير مشهوره کړی ؤ .
د جرمني دټيم ټرينر يوآخيم لو که څه هم تبه درلوده ، خو بيا يې هم د ټيم ټرينري وکړه . او نه يوازي دی ، بلکه د ټيم ډيری غړي يې خوږ او ټپي وه . خو بيا توماس مويلر چه ژيړ کارټونه اخيستي وه ، او په نيمه فاينل کښي يې اشتراک نسوای کولای ، اوس د يوروگوای سره په بازي کښي برخه اخيستې وه ، او حتی لمړنی گول هم ده ولگاوه . ده د مسابقې د شروع کيدو دمخه وويل ،
«زما دپاره مهمه داده چه ټيم يو وار بيا ښه بازي وکولای سي ، او په دغه تورلمنټ کښي يو ښه ميچ تر سره کي ، چه هغه د تماشاچيانو او فټبال د مينه والو خوښ سي . زه گمان کوم چه موږ بايد دغه مسابقه وگټو ، تر څو په يوه ښه احساس سره کورو ته ولاړ سو . »
په 1970 کښي په مکسيکو سيټي کښي هم د يوروگوای او جرمني تر منځ د دريم مقام دگټلو پر سر ميچ سوی ؤ ، خو دوی ونه سوای کولای د 1966 کال په ډول يوروگوای ته 4 گولونه ورکي ، او په ډير زحمت سره يې فقط 1 گول ورکی .
د بلي خوا بيا په جنوبي افريقا کښي د فټبال نړيواله اتلولي که څه هم پخپله د جنوبي افريقايانو دپاره په اول سر کښي لا ختمه سوه ، اوويې نسوای کولای د اولي – گروپي دورې څخه يې ټيم راووزي ، خو بيا يې هم اوسنی مسابقې نه يوازي د خوشالی او ساعت تيری سبب گرزي ، بلکه ډيری پکښي ډوډی او نفقه هم پيدا کوي . ډيری کسان د نوروښارو او حتی نورو هيوادو ،مثلأ لکه سالاس د زمبابوې څخه يوهانس بورگ ته راځي او د شيانو په خرڅولو سره لږ څه پيسې پيدا کوي
سالاس وايي،
« دا طبعأ يو جهاني کپ ندی ، خو زه دلته د فټبال د نړيوالي اتلولۍ پر وخت يو څه ډوډی پيدا کوم . »
دده کار چه ډير سخت او د لاس کار دی ، د زرهاوو پلاسټيکي مرغلرو څخه حيوانات ، د فټبال بوټونه او يا کپونه جوړوي ، او بيا يې خرڅوي .
د فټبال د نړيوالي اتلولۍ پر وخت همدارنگه د غريبو او د کوڅو کوچنيانو ته هم توجه سوې ده . او ډيرو خيريه مؤسسو د هغې جملې څخه GTZ د يوهانس بورگ د غريبي ناحيې هِل بَرُو څخه د کوچنيانو دپاره فټبال ته سازمان ورکړی دی .
دغه کوچنيان چه په هفته کښي درې واره فټبال کوي ، نه يوازي ډريبل او پاسونه زده کوي ، بلکه نور شيان هم زده کوي . اکثره دغه کوچنيان يتيمان دي، او يا يې مور او پلار ندي ليدلي . اِن هَلان هلا چه17 کلن دی ، وايي ،
«کله چه لا زه ډير کوچنی وم ، مور مي زه ايله کړم . د کوا څو ناتال څخه يوې ښځي بيا زه واخيستم . »
12 کلن مازيب د نورو کوچنيانو سره د فټبال څخه خوشاله دی ، اوايي ،
«دلته هميشه ډير کوچنيان وي چه موږ فټبال ورسره کولای سو ، او امنيتي کسان زموږ څارنه کوي ، چه موږ ته څوک تاوان راونه رسوي . »
درنو اوريدونکو په جنوبي افريقا کښي د فټبال دنړيوالي اتلولۍ په مناسبت DW – آلمان ږغ راډيو هم يوه خاصه خپرونه لري ،او موږ د DW د فټبال اوريجينل 10 توپونه او يو i Pod ،چه تقريباً يو کوچنی کمپيوټر غوندي دی ،هغو کسانو چي زموږ پوښتنو ته صحيح جوابونه ووايي، د قرعه کشۍ پر اساس توضيع کوو،تاسي کولای سي زموږ په لاندي انټرنيټي ادرس يا تليفون لمبر سره دهغه جواب راوليږۍ
www.dw-World.de/ Pashto
Tel:0049-228-4294809
د هسپانيې سره په نيمه فاينل مسابقه کښي د جرمني د ټيم تکړه فټبالر توماس مويلر ولي شرکت نه ؤ کړی ؟
A : ددوو ژيړو کارټو د اخيستلو له کبله ،او که
B : ديوه سره کارټ د اخيستلو له کبله
خو اوس به راسو د فټبال د مسابقې د شنبې د ورځي جريان ته :
د دريم مقام دگټلو پر سر ميچ هم جرمني لکه د پخوا په ډول د يوروگوای څخه يووړی ، خو دا پلا ددوی تر منځ مسابقه ډيره هيجاني وه ، او دواړو خواوو د گول وهلو ډير چانسونه او امکانات پلاس راوړل .
د جرمني د ټيم څخه توماس مويلر يوروگوای ته په 19 دقيقه کښي لمړنی گول ورکی ، خو بيا د يوروگوای د ټيم څخه کاواني په 28 دقيقه کښي جرمنيانو ته يو گول ورکی او بازي يې مساوي کړه .
تر تفريح وروسته ډييې گو فورلان په 51 دقيقه کښي جرمني ته يو بل گول ورکی، خو بيا د جرمني د ټيم څخه مارسِل يانسن په 56 او سميع قديرا په 82 دقيقه کښي يوروگوای ته نور گولونه ورکړل ، او مسابقه تر پايه پوري پر همدغه 3 پر 2 پاته سول
نن شپه به په جنوبي افريقا کښي د فاينل پر سر د هسپانيې او هالينډ تر منځ وروستی ميچ سره وسي ، او موږ به ددغي مسابقې په باب بيا هم په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .
آژانسونه /محمد قاسم نوري
کتونکي : فضلي