جان کېري د امريکا د بهرنيو چارو وزير ونومول شو
۱۳۹۱ دی ۲, شنبهاعلان
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما دموکرات سناتور جان کیری، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولوی دی. اوباما په واشنګټن کې وویل چې کیري د دغه مقام له پاره فوق العاده مناسب شخص دی. دغه ۶۹ کلن سناتور چي په سنا کې د بهرنيو اړیکو د کمیټې مشري پر غاړه لري، د سنا له خوا د تايیدیدو په صورت کې د امریکا د بهرنیو چارو د اوسنۍ وزیرې هيلري کلينتن ځای نیسي.