توني بلير د عراق جنګ اوس هم پرحقه بولي
۱۳۸۸ بهمن ۱۰, شنبهد انګلستان پخواني صدراعظم توني بلير بايد پرون د جمعې په ورځ د عراق د لانجمن ماموريت په باب يوې پارلماني تحقيقاتي کميټې ته جوابونه ويلي وای . انګلستان د عراق د 2003 کال د اشغال پر وخت د امريکا د متحده ايالاتو ټينګ متحد ؤ .
پر عراق باندي د حملې رسمي دليل داؤ ، چه ګواکي عراق او د هغه جمهوررييس صدام حسين د ډله ايزي وژني وسلې لري ، هغه چه هيڅ وخت پيدا نسوې . او ځکه نو عراق ته د 45000انګريزي عسکرو ليږل هم د بلير د ۱۰ کلني صدراعظمۍ ددورې يوه شخړه ايزه موضوع وه .
د انګلستان د يوه عالي رتبه مامور په اټکل ، چه همدااوس ورڅخه پوښتني سوي دي ، دغه جنګ غير قانوني ؤ . خو دغه پارلماني کميټه د کمي فيصلې صلاحيت نلري .
توني بلير د کميټې په مخکي مګر ددغه جنګ څخه دفاع وکړه ، او هغه ته يې د 11 مي د سپټامبر د حملې سره ارتباط ورکی . دی وايي چه يو څوک چه خپل ولس قتل عام کولای سي ، نو نور د هغه په مقابل کي بندبزونه هم په درد نه خوري ، او تأثير نه پر کوي .
بلير اوس هم پدې عقيده دی چه صدام حسين د عام وژني وسلې درلودې ، او يا لا اقل د هغه د توليدولو په حال کي ؤ .
دی وايي ،
«چه که يو لږ چانس هم موجود وای ، نو ده به د عام وژني وسلې توليد کړي وای ، او بيا نو بايد موږ د هغه مخنيوی کړی وای . زه هغه وخت هم په دغه عقيده وم ، او اوسه هم . »
خو صدراعظم ددې څخه انکار کوي ، چه ده به په هر صورت جنګ شروع کړی وای ، چه که په عراق کښي د عام وژني وسلې هم نه وای پيدا سوي . لږ څه مخکي بلير بل ډول څرګندوني کړي وې ، چه اوس يې يو سوء تفاهم بولي .
د بلير او نورو حکمومتي مامورينو څخه د عراق د جنګ په باب پوښتني په ډيره پيمانه تعقيب سوې ، ځکه چه اکثريت برتانويان اوس هم د عراق جنګ ناحقه بولي .
د هغه سالون په مخکي چه ددوی څخه پوښتني کيدلې ، په سل هاوو کسانو ددغو سياستمدارانو پر ضد په مظاهرو لاس پوري کړی ؤ .
ټورسټن هون
کتونکی : محمد قاسم نوري