بوش: په افغانستان کي دي د امريکايانو د فعاليتونو څېړنه وسي
۱۳۸۶ آذر ۲۶, دوشنبهنيويارک ټايمس ورځپاڼي پخپلي پرونۍ ګڼه کي ليکلي،چي د سيني ماڼۍ مسولين غواړي په افغانستان کي د امريکايانو په اقتصادي امنيتي او ډيپلوماسي فعاليتونوکي څه عوامل و، چي په روان کال کي په افغانستان کي د طالبانو د فعاليتونو لمن پراخه سوې او حالت تر پخوا خراب سوی دی.
ددې څيړني په نتيجه کي به په افغانستان کي د امريکاد متحده ايالتونو پوځيانو ډيپلوماتي څانګو او همدارنګه ناټو ته هدايت وسي چي پخپلو فعاليتونو او چارو کي په راتلونکي کي څه بدلونونه راسي.
د امريکي د متحده ايالتونو يو حکومتي استازي د نيويارک ټايمس ورځپاڼي يوه خبريال ته ويلي، چي موږ غواړو په افغانستان کي يوه سمه او ساليمه استراتيژي پر مخ بوزي.
د تيري جمعي په ورځ د ناټو غړو هيوادونو په Edingbrgh کي دې پرېکړي ته سره رسېدلي، چي په افغانستان کي د سولي او ثبات د پاره په يوه درې کلن يا پنځه کلن پلان په طرحي باندي کاروکړي.
د امريکي متحده ايالتونه ددې څخه ناراضي بريښي، چي د ناټو ترقومندي لاندي څلويښت زره مړيوال سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کي تر اوسه په دې ندي توانېدلي، چي د طالبانو سره په مبارزه کي ستر بريالتوب ندی تر لاسه کړی، همدارنګه په افغانستان کي د کوکنارو په کرلوکي هم کموالی نه بلکي بلکي ډيروالی راغلی.