1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري:افغان پوليس د کميت او کيفيت له لحاظه کمزوري دي

۱۳۸۷ آذر ۱۲, سه‌شنبه

په افغانستان کي د وروستيو بې امنيو په اړه د کورنيو چارو وزارت له وياند زمري بشري سره مرکه

https://p.dw.com/p/G7hS
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشريانځور: AP

دويچه ويلي :ښاغلی بشري، ويل کيږي چي د غزني ولايت د اندړو ولسوال د وسلوالو کسانو لخوا وژل سوی که په دې هکله معلومات راکړی ؟

بشري: بلې هو عبدالرحيم ديسووال د دوشنبې په سهار کله چي د خپل کور څخه د کار پرلور روانيدی دهغه دکور مخ ته د نامعلومو وسلوالو کسانو لخوا په ډزو سره ويشتل سوی چي خپله وژل سوی او يو ساتونکی يې ټپي سوی دی، ددې موضوع د څېړني په موخه تحقيقات روان دي خو تراوسه کومه خاصه لاسته راوړنه نه لرو.

دويچه ويلي :د اندړو د ولسوال وژنه، دې ته ورته نوري پيښي او په کابل کي پرلپسې ځانمرګي بريدونه چي پرامنيتي وضيعت يې ډير اغيز کړی دی، ولي ورځ تربلي امنيتي حالت خرابيږي ستاسو استدلال څه دی ؟

بشري: له بده مرغه ووايم هو يولړ پيښي ترسره سوي دي چي په ترڅ کې د امنيتي کسانو ترڅنګ ډير زيان ملکي خلکو ته اوښتی دی، خو د کورنيو چارو وزارت ځيني نوي پلانونه ترلاس لاندي لري او جدي کار ورباندي روان دي چي ډيره برخه يې استخباراتي او کشفي کارونو ته ځانګړې سوې ده ترڅو په راتلوونکي کښي ددغسي پيښو مخنيوی وسي اوموږ به ددغسي ترورستي پيښو د مخنيوي په موخه کلکه مبارزه کوو.

دويچه ويلي: يوه بله ستونزه درسره شريکوم هغه داچي زياتره وختونه پرلويو لارو باندي خلک له بيلابيلو ستونزو سره مخامخ سوي دي کله چي موږ د خلکو سره خبري کړي هغوی وايي چي پرلويو لارو پوليس پخپله له هغوی څخه پيسې اخلي په ځانګړې توګه دکندهار کابل پرلاره او ځيني خلک داسي استدلال کوي چي ګواکي دلويو لارو پرسر په امنيتي پيښو کي خپله پوليس هم ورښکېل دي؟

بشري: ستاسو پوښتنه دوې برخي لري،د فساد موضوع بلې هودفساد سره مبارزه مو پيل کړې ده، داسمه خبره ده چي په دې برخه کي مشکلات لرو، موږ په لمړی قدم کي اوس د پوليسوپرمعاشاتو کار وکړ چي تريوې کچي زيات سوي دي. موږ په عملي ډول کار کوو يوازي به دا ترخبرو پوري نه وي محدوده، او پاته سوه د دولت د مخالفينو سره د پوليسو لاس درلودل دا زه په کلکه ردوم، پوليس همېشه د خپل وطن څخه د دفاع په موخه قرباني سوي دي، تاسو وګوری يوازي په روان کال کي ترنهه سوه زيات پوليس د دولت له مخالفينو سره په نښتو کي وژل سوي دي. دا ټول دغلاوو او جناياتو په لارو کي نه دي وژل سوي، بلکي د قانون د پلي کيدو په لاره کې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی، د کورنيو چارو وزارت هڅه کوي چي د پوليسو د ظرفيتونو د لوړوالي په خاطرکار وکړي او موږ داهيله لرو چي د فساد دله منځه وړلو په نيت به ډير کار وکړو.

دويچه ويلي :تاسو د پوليسو دظرفيتونو خبره وکړه افغان پوليس له کومه اړخه ظيف دي ؟

بشري: زموږ پوليس دکميت او کيفيت دواړو اړخونو له لحاظه ظيف دي، اوسنی دوه اتيا زره کسيزه تشکيل په هيڅ وجعه کافي نه دی،د کورنيو چارو وزارت په دې اړه له نړيوالو سره پر دې موضوع خبري کوي چي دغه تشکيل زيات کړي، او دکيفيت په برخه کي موږ پرتعليم او تربيې کارکوو،د هغوی پرتجهيزاتو کار کوو، يو مشکل چي زموږ پوليس ورسره په ناارامو سيمو کي په شدت سره مواجع دي هغه د درنو وسلو کمښت دی په اوسنيو شرايطو کي زموږ پوليس عملاً دجګړې په ډګر کي دي. نو لازمه ده چي هغوی له څنګه چي ښايي هغسي حمايه کړل سي.