برهان الدين رباني د سولي د عالي شورا مشر وټاکل سو
۱۳۸۹ مهر ۱۸, یکشنبهله پخوا داسي ګنګوسې موجودي وې چي د افغانستان دغه پخوانی ولسمشر به د سولي د عالي سورا مشري په غاړه واخلي.
حامد کرزی د ګلبدين حکمتيار اسلامي ګوند او وسله وال طالبان خپل سياسي مخالفين بولي او دا دوه هغه ډلي دي چي د برهان الدين رباني له تنظيم سره يې تيره ليسزه په خونړيو جګړو کي ښکيلي وې.
کرزی وايي چي برهان الدين رباني د شورا د غړو په غوڅ اکثريت د شورا د مشر تابه دپاره منظور سوی او تمه ده چي سولي ته د دولت ضد چريکانو په را اړولو اغيزمن رول ولوبوي.
« برهان الدين رباني د افغانستان د جهاد د دوران وتلی مشردی، هغه مو د سولي د عالي شورا د مشر په توګه وټاکه، هيله لرو چي د سولي له بهير سره د مخالفينو په يو ځای کولو کي موثر واقع سي، د سولي عالي شورا په تمامه مانا د افغان دولت او نړيوالي ټولني ملاتړ له ځان سره لري».
ولسمشر کرزي چي د ارګ په ماڼۍ کي يې د يوې غونډي پر مهال د سولي عالي شورا ته د برهان الدين رباني ټاکل کيدل اعلام کړل تمه څرګنده کړه چي د شورا غړي به په جديت سره د مخالفينو په پخلايني کي کار وکړي.
تر دې دمخه د ملي پخلايني د يوه کمېسيون تر نامه لاندي يوې ادارې چي مشري يې ضبغت الله مجديدي کوله د نارضيانو د پخلا کولو لپاره کار کاوه.
خو اوس به د سولي دغه شورا چي ۶۸ غړي لري په نوو لارو چارو د سولي لوری لټوي.
برهان الدين رباني ژمنه وکړه چي دی به د حکومت ضد وسله والو په را غونډولو او له حکومت سره د هغوی په يو ځای کولو کي تر خپله وسه کار وکړي.
« زه به پوره هڅه وکړم تر څو د سولي په لاره کي مثبت پرمختګ وسي، که خدای غوښتي وو د شورا د نورو غړو په همکارۍ سره به افغانستان ته يوه سوله راولو، افغانان نور د وينو او جنګونو د ليدو توان نه لري».
د سولي عالي شورا ته په دوهمه ناسته کي مشر وټاکل سو او ويل کيږي چي په راتلونکې غونډه کي به ورته مرستيال او منشي هم و ټاکل سي.
خو يو شمير سياسي کارپوهان په دي اند دي چي برهان الدين رباني د سولي عالي شورا ته د مشر په توګه وړکس ندی.
هغوی وايي چي رباني د اويايمي لسيزي پر مهال کله چي د افغانستان جمهور ريس وو و نه توانيدی چي کورنۍ جګړه خطمه کړي او د بشري ضد جنايتونو مخه ونيسي.
اوس د سولي د عالي شورا په اړه ډيری ولسي افغانان داسي فکر کوي چي دغه شورا د طالبانو او د حکمتيار چريکانو ته د منلو وړ نده او له غړو سره يې ناستي ته هم نه سي حاضريدای.
دا ځکه چي د شورا اکثريت غړي د حکومت ضد وسله والوسره د جګړو خونړۍ سابقه لري.
خو افغان حکومت بيا وايي چي د شورا غړي د افغاني ټولني منل سوي څېرې دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل